1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د ملي امنیت مشاور بدل شو

۱۳۹۷ فروردین ۳, جمعه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ اعلان کړی چې محافظه کاره جان بولتن به د امریکا د نوي ملي امنیت د سلاکار په توګه د مک مک ماستر ځای ناستی وي. جان بولتن په ۲۰۰۳م کال کې د عراق د جګړې له پلویانو څخه وو.

https://p.dw.com/p/2upSU
USA neuer Sicherheitsberater John Bolton
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Brochstein

په داسې یوه هیواد کې چې هر څوک د دې انتظار باسي چې د ترمپ بل کوم لوړ پوړی سلاکار به خدای پاماني کوي، د ډګر جنرال مک ماستر لیرې کیدل د حیرانتیا کومه ستره خبره نه ده. د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکاران د ترمپ د واکمنۍ پر مهال هر مهال د کوښه کیدو له امکان سره مخامخ دي.

مک ماستر د ولسمشر ترمپ تر پریکړې وروسته ویلي چې د ولسمشر څخه د هغه د ملګرتیا له کبله مننه کوي. اوس نوموړي د تقاعد له پاره عریضه وړاندې کړې ده. مک ماستر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «خپل ملت ته تر ۳۴ کلونو خدمت وروسته، زه د امریکا له پوځ څخه د روان اوړي له پیل نه د تقاعد غوښتنه کوم او له دې وروسته به د عامه خدمتونو برخه ترک کړم.»

مک ماستر او ولسمشر ترمپ له پیل راهیسې د کارونو د ترسره کولو د څرنګوالي په برخه کې سره توپیر لره. مک ماستر یو پوځي افسر دی چې په پوځي تاریخ کې دوکتورا لري او ترمپ بیا خپل ځان ته د سپینو خبرو ویونکي په توګه ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ میاشتې په نیماېې کې د واشنګټن پوسټ په حواله ولسمشر ترمپ خپل د دفتر مشر ته ویلي وو چې چمتو دی مک ماستر له دندې ګوښه کړي. د واشنګټن پوسټ په حواله ترمپ شکایت لره چې مک ماستر ډیر په دسپلین ولاړ او د هغه راپوټونه ډیر اوږده او بې ربطه ښکاري.

مک ماستر د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ۲۰۱۷م کال د فبروري میاشتې له ۲۰ نیټې راهیسې کار وکړ. خو پوښتنه دا ده چې ولې هغه له دندې لیرې کړل شو؟

Afghanistan US Sicherheitsberater McMaster ARCHIV
انځور: Reuters/Lamarque

ویل کیږي چې ښايي د دې پوښتنې ځواب د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو په وروستیو شخړو کې وي. ترمپ د شمالي کوریا له ولسمشر سره د خپلې یوې راتلونکې احتمالي لیدنې لامل د خپلې ادارې سخت پوځي موقف بولي. کله چې ل هغه وپوښتل شوي چې شمالي کوریا په کوم دلیل خبرو ته چمتو شوې نو ترمپ ځواب ورکړ: «زما له کبله!»

ناهل توسي چې د «پولیتیکو» خبري ادارې له پاره د امریکا بهرنۍ سیاست تر پوښښ لاندې لري وايي چې مک ماستر له شمالي کوریا سره د هر راز خبرو مخالف وو. د هغې په وینا مک ماستر ډیر علاقه مند وو چې پر شمالي کوریا باندې د امریکا فشار هغه حد ته ورسوي چې بلاخره مخکې له دې چې امریکا ورسره خبرې پیل کړې، دغه هیواد په ګونډو شوې وي.

د ایران په هکله بولتن د عراق جګړې ته ورته نظر او موقف درلود. نوموړي څو ځله په ایران کې د رژیم د بدلیدو غږ کړی. تر ټولو مهمه دا چې، نوموړي نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې درې کاله مخکې لیکلي چې د دې له پاره چې د ایران د بم  [اتومي بم]  مخه ونیول شي «پر ایران بم واچوئ».

یوازې همدا دوې میاشتې وړاندې، نوموړي وال ستریت ژورنال ته په یوه بله لیکنه کې نظر لیکلی وو چې ترمپ باید له ایران سره د لاسلیک شوي نړیوال تړون څخه ووځي. د هغه د لیکنې په حواله دغه تړون کوم درد نه دوا کوي. په همدې لیکنه کې د ښه هدف له پاره نوموړي یو ځل بیا په ایران کې د رژیم د بدلون دفاع وکړه.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: