1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د ویزې له پاره د ټولنیزو رسنیو حسابونه ارزول کیږي

۱۳۹۷ فروردین ۱۲, یکشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پلان ښيي چې حکومت په پام کې لري چې د هغو کسانو د ټولنیزو رسنیو سابقه را ټوله کړي، چې غواړي د دغه هیواد د ویزې له پاره درخواست وکړي. انتقاد کوونکي بیا وايي چې دغه څه د بیان آزادي سرکوب کوي.

https://p.dw.com/p/2vKRF
Immer mehr soziale Netzwerke, Handydisplay
انځور: picture-alliance/J.Büttner

امکان لري چې ډیری هغه کسان چې د امریکا د ویزې له پاره درخواست کوي، تر دې وروسته به یې د خپلو ټولنیزو شبکو حسابونه، د خپلو سفرونو سابقه، خپلې پخوانۍ د تلیفون شمیرې او همدا راز ایمیل ادرسونه هم د امریکا د ویزې د ورکړې چارواکو ته سپاري. دغه نوي اقدامات د ولسمشر ترمپ د هغې ژمنې برخه ده چې امریکا ته یې د بهرنیو اتباعو د راتګ په هکله د شدیدې څیړنې او ارزونې خبره کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وړاندیز به په کلني ډول شاوخوا ۱۴،۷ میلیونه اغیزمن کړي او د ویزې غوښتونکي کسان اړ دي چې د ویزې د درخواستۍ تر تاریخ پنځه کلن مخکیني ټول معلومات چارواکو ته وسپاري.

د دې معلوماتو سربیره نور معلومات هم راټولیږي. د بیلګې په توګه آیا دغه کس تر دې پخوا له کوم هیواد څخه اخراج شوی او یا هم آیا د دې کس کوم غړی په ترهګریزو کړنو کې ښکیل دی او که نه.

دغه نوي وړاندیز شوي قوانین د سیاحت د ویزې او یا هم د مهاجرت د ویزې غوښتونکو له پاره عملي کیږي. د هیوادونو چارواکي او یا دپلوماتان بیا له دې قوانینو معاف کړل شوي دي.

دغه نوي قوانین د تیرې جمعې په ورځ خپاره شوي او اوس مخکې له دې چې دغه قوانین عملي یا رد شي، دوی د ۶۰ ورځو وخت لري ترڅو په دې هکله خپل نظرونه له حکومت سره شریک کړي.

د امریکا د ملکي آزادیو ټولنې بیا په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې او وايي چې دغه اقدام به د بیان پر ازادۍ او اړونده مسائلو ډیر منفي اغیز ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر مالي کال په ترڅ کې ۵۵۹ زره او ۵۳۶ کسانو د امریکا د مهاجرت د ویزې او له شاوخوا ۹ نیم میلیونو څخه ډیرو بیا مختلفو نورو ویزو ته درخواست کړی وو. تر دې وړاندې ولسمشر ترمپ د لا ډیرو سختو قوانینو د معرفي کولو ژمنه کړې وه ترڅو د هغه په خبره په امریکا متحده ایالاتو کې د ترهګرۍ مخه ونیول شي.

زموږ له آرشیف څخه: