1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا سفیر: له اروپايي ټولنې سره تجارتي جګړه نه پیلیږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبه

په برلین کې د امریکا سفیر د خپل هیواد ګمرکي تعرفو دفاع وکړه خو وايي چې توپ اوس د بروکسل د محکمې په میدان کې دی. ګرینیل د رسنیو پام ځان ته هغه وخت واړوو چې له آلماني شرکتونو یې له ایران سره د تجارت د بندولو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/2xaDr
Deutschland Berlin Akkreditierung Richard Allen Grenell, neuer US-Botschafter
انځور: picture-alliance/dpa/B.v. Jutrczenka

د آلمان له پاره د امریکا متحده ایالاتو نوي سفیر ریچارد ګرینیل په برلین کې د فونکه ورځپاڼې د شنبې ورځې له ګڼې سره په یوه مرکه کې ویلي چې هغه د اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سوداګریزې جګړې کوم خطر نه ویني.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې وروسته له هغې تر ټولو خپلې ټیټې کچې ته ورسیدلې چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ امریکا متحده ایالاتو ته پر واریدیدونکې المونیم او فولادو د ګمرکي تعرفو لوړولو خبره کړې وه. سربیره پر دې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې بیا هم وروسته له هغې لا پسې ترینګلې شوې چې د اروپايي ټولنې د مخالفت سربیره ولسمشر ترمپ د ایران له اتومي تړون څخه د وتلو پریکړه او اعلان وکړ.

د فونکه شبکې له رسنۍ سره په برلین کې د امریکا متحده ایالتو سفیر په دې مرکه کې وویل: «له اروپايي ټولنې سره هیڅ سوداګریزه جګړه صورت نه مومي. دغه درک سم نه دی. موږ په دې هکله له خپلو ملګرو سره په خبرو بوخت یو ترڅو دغې ستونزې ته د حل لار پیدا کړو.»

په برلین کې د امریکا سفیر ګرینیل همدا راز زیاته کړې چې واشنګټن مخکې له دې چې د ګمرکي تعرفو په هکله پریکړه وکړي اوسمهال د اروپايي ټولنې وړاندیز ته انتظار باسي. د امریکا ولسمشر پر اروپايي ټولنې باندې د ګمرکي تعرفو وضع کولو پریکړه د جون میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ځنډولې ده.

د امریکا سفیر په دې مرکه کې همدا راز د آلمان اقتصادي قوت ته هم اشارې سره ویلي چې د سوداګرۍ په برخه کې آلمان ډیر ښه دی او ولسمشر ترمپ یوازې یو هم سطحه لوبغاړی غواړي. د ایران د اتومي تړون په هکله د امریکا سفیر په خپلو خبرو کې د ولسمشر ترمپ له پریکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې واشنګټن له اروپايي ټولنې تمه لري چې «د مذاکراتو میز ته د ایران د بیرته راوستلو په برخه» کې مرسته وکړي.

 د ترمپ د سختې بهرنۍ پالیسي دوام

په دې مرکه کې ګرینیل دا جوته او واضح کړه چې په برلین کې د خپلې نوې دندې پرمهال به هغه د ترمپ د ادارې پر سختې بهرنۍ پالیسۍ خپل ټینګار ته ادامه ورکړي.

د امریکا دغه نوي سفیر په برلین کې لا ښه ملګري نه دي موندلي او د دې کار اصلي دلیل د خپل ماموریت په لومړیو ورځو کې د هغه څرګندونې په ګوته کیږي. د همدې تیرې سه شنبې په ورځ ګرینیل پر خپله ټویټر پاڼه په ایران کې فعالیت لرونکو آلماني شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې دوی باید «ژر تر ژره په ایران کې خپل سوداګریز فعالیتونه را ټول کړي.»

په عین وخت کې د آلمان د سوسیال دموکراتانو د ګوند مشرې اندریا نالیس بیا وروسته د ګرینیل پر دغو څرګندونو او د هغه پر دغه ډول دپلوماسې نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا زما کار نه دی چې د امریکا سفیر ته وښیم چې څرنګه دپلوماتیک اوسي، خو داسې ښکاري چې هغه لږ روزنې ته ضرورت لري.»

د روان کال د مارچ په میاشې کې  د ترمپ ادارې پر المونیمو او فولادو باندې ګمرکي تعرفې وضع کړې، خو بیا یې وروسته د اروپايي ټولنې یو شمیر هیوادونو له دې فرمان څخه وایستل. د ګمرکې تعرفو د ځنډولو وروستی نیټه په هغه صورت کې چې په دې هکله کومه د حل لار ونه موندل شي، د جون میاشتې اوله ورځ ټاکل شوې. خو بروکسل بیا وايي چې دوی به د امریکا متحده ایالاتو د دغه اقدام پر وړاندې پر متقابل اقدام لاس پورې کړې او د امریکا پر صارداتو به ورته ګمرکي تعرفې وضع کړي.

د همدې سه شنبې په ورځ ولسمشر ترمپ اعلان وکړ چې دوی د ایران له نړیوال تړون څخه وځي او زیاتوي چې واشنګټن به د ایران پر رژیم باندې سخت بندیزونه بیا وضع کړي. د ترمپ دغې پریکړې هم اروپايي ټولنه له یوه سخت حالت سره مخ کړې ځکه چې د دې ټولنې سوداګریز شرکتونه نه غواړي چې د امریکا له بندیزونو سره مخ شي او اروپا همدا راز هڅه کوي چې دغه تړون پر ځای پاتې شي.

۵۱ کلن ریچارد ګرینیل د بش د ادارې پخوانی ډپلومات دی او محافظه کاره فاکس په نامه امریکايي تلویزیون کې به یې وخت نا  وخت تبصرې کولې. د تیر کال په سپتمبر میاشت کې ولسمشر ترمپ هغه په برلین کې د خپل سفیر په توګه وټاکه او نوموړي بیا خپله دنده د مې میاشتې په ۴مه نیټه په رسمي توګه پیل کړه.

زموږ له آرشیف څخه: