1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا سنا د ګوانتنامو په اړه د اوباما غوښتنه رد کړه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

رويتر آژانس په خپل د پنجشنبې د ورځې يوه خبر کې ليکي، د امريکې د متحده ايالتونو سنا د چهارشنبې په ورځ د اولسمشر بارک اوباما دا غوښتنه ونه منله، چې بايد د گوانتانامو د جېل د تړلو په منظور ځانگړې پيسې ورکړي...

https://p.dw.com/p/Huh0
د سنا پرېکړه، چېرته چې د بارک اوباما دموکراتان په اکثريت کې دي، د جمهوريت غوښتونکو د پلويانو د ژور کار نتيجه وه
د سنا پرېکړه، چېرته چې د بارک اوباما دموکراتان په اکثريت کې دي، د جمهوريت غوښتونکو د پلويانو د ژور کار نتيجه وهانځور: picture-alliance/dpa

سنا د 6 په مقابل کې د 90 رايو په اکثريت سره دا پرېکړه وکوله، چې د عراق او افغانستان د جگړو د پاره ټاکل شوو ټولو91 ملياردو ډالرو څخه دا80 مليونه ډالر وباسي. اولسمشر د سپتمبر د مياشتې تر 30 ورځې پورې دا اجازه هم نه لري، چې امريکې ته، د کيوبا په سيمه کې پراته گوانتانامو نومي امريکايي نظامي جېل څخه د پاتې 240 تنو بنديانو د وروستنې په خاطر پيسې ولگوي. همدا ډول يو پلان مخکې د وکيلانو جرگې هم جوړکړی.

د سنا پرېکړه، چېرته چې د بارک اوباما دموکراتان په اکثريت کې دي، د جمهوريت غوښتونکو د پلويانو د ژور کار نتيجه وه. دوی پر اوباما باندې تور لگوي، چې حکومت د گوانتانامو د بنديانو د پاره کوم سم پلان نه لري او دا خطر شته چې بالاخره به دا کسان د امريکې جيلونو ته راځي.

د سنا لخوا د اوباما پلانونو ته د پانگې نه ورکونه به د نوموړي د دې ژمنې پرځای کونه له ستونځو سره مخامخ کړي، چې غواړي د 2010 ميلادي کال د جنورۍ ترمياشتې پورې د گوانتانامو بنديخانه وتړي. د اولسمشر وياند رابرت گيبز په ډاگه کړې، چې سره له دې نه ښايي له دې موخې او هدف څخه لاس واخيستل شي. د دې خبرې دليل يې بيا د کانگرس د استازو دا ژمنه ياده کړې، چې وايي پر دې موضوع باندې به له اولسمشريزه ادارې سره شريک کار کوي او مخکې له دې نه چې د پيسو نه ورکول تصويب کړي، د اوباما اړوند پلان به په ځيره سره څېړي.

بارک اوباما غواړي د پنجشنبې په ورځ د گوانتانامو د جېل او هم د امريکې ترهگري ضد پاليسي په هکله يوه وينا وکوي. دا په داسې حال کې چې د بنديانو د پاره د نظامي محکمو د بيا جوړېدنې او هم د جنگي جنايتونو د عکسونو د نه ښکارونې له کبله د بشري حقونو اړوندې ټولنې سختې ورڅخه ناراضه دي. گيبز زياته کړې: اولسمشر دا پرېکړه تر اوسه پورې نه ده کړې، چې ځينې بنديان به چېرته لېږدول کيږي. دا هغه پرېکړه ده، چې ټاکل شوې کسان کار پرې کوي او اولسمشر به سبا ته هغه په ډاگه کوي او تشريح کوي به يې.

د امريکې د فدرالي پوليسو مشر رابرت مولر سنا ته په خپلو څرگندونو کې، امريکې ته د بنديانو د راوستنې اندېښنه په ډاگه نه کړه. خو د هغو کسانو په برخه کې يې تشويش وښوود، کوم چې گذارونه پلان کوي، نور خلک راپاروي او يا ترهگري ډلو ته پيسې برابروي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د چهارشنبې په گڼه کې د امريکايي ادارې له قوله ليکلي، د پنتاگون لخوا ناخپور شوی يو رپوټ څرگندوي، د گوانتانامو له هغو 534 تنو بنديانو څخه، چې تر اوسه پورې بهر لېږل شوي، هر اووم تن بېرته ترهگرۍ ته لاس اچولی.

خبره دا ده چې، جمهوريت غوښتونکي د امريکې جېلونو ته د گوانتانامو د بنديانو د ورتگ اندېښنه لري. پنتاگون ويلي دي، چې امريکه ښايي يو شمېر کسان په خپلو بنديخانو کې وساتي، په داسې حال کې چې د ځينو نورو د اخيستنې په خاطر له يو شمېر هېوادونو څخه غوښتنې روانې دي. د سياسي چارو د پاره د دفاع مرستيال مشر مايکل فلورنای خبريالانو ته د دې ټکو د څرگندولو په موقع ونه ويل، چې څومره کسان به کومو ځايونو ته واستول شي. دموکراتان وايي چې ترشک لاندې ترورستان خو هسې هم په امريکه کې ساتل کيږي.

RTRD/ محمد عارف

کتونکی. زيارمل