1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په حکومت کی پراخ بدلون راځی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

بارک اوباما به نن په سپيني ماڼي کي د متحده ايالاتو د دفاع نوی وزير، د CIA نوی مشر،افغانستان ته د دغه هيواد نوی سفير او هلته د امريکايي ځواکونو نوي قوماندان ونوموی

https://p.dw.com/p/115BR

دغه بدلونونه په داسي حال کي اعلانيږي چي د امريکا اوسني د دفاع وزير به د روان کال په جون مياشتي کي تقاعد وکړي. اټکل کيږي چي باراک اوباما به ديويد پيتريوس چي اوس مهال په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان دي، د امريکا د استخباراتي اداري «سي اي اِي» د مشر په توګه وګماري او د دغه سازمان اوسني مشر، لاين پانيتا، ته به د امريکا متحده ايالاتو د دفاع د وزير دنده ورکړي.

دغه راز چارواکي وايي چي د افغانستان د جګړي د مشري دنده به چي اوس مهال يي د پيتريوس په غاړه ده، جان الين ته وسپارل شي. راين کروکر چي د متحده ايالاتو له پياوړ ديپلوماتانو څخه دي ښايي چي په افغانستان کي د امريکا د سفير په توګه دنده پيل کړي. د ده تر تولو مهم کار به د واشنګتن او کابل د اړيکو جوړول وي.

که څه هم د دغو وګړو نومونه په رسمي توګه د بارک اوباما لخوا نه دي اعلان شوي، د امريکا په دولت کي د دغو مهمو بدلونونو په اړه معلومات ځيينو چارواکو د هويت د نه بربڼدولو په شرط رسنيو ته ورکړي دي.

دغه مهم بدلونونه په داسي حال کي منځ ته راځي چي بارک اوباما غواړي د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري او ډير شمير امريکايي عسکر خپل هيواد ته وغواړي.

د امريکا په حکومت کي د دغو مهمو بدلونونو په اړه معلومات پرون په داسي حال کي افشا شول چي يو افغان پيلوټ اته امريکايي وګړي په افغان پلازميني کابل کي د يوي لفظي شخړي وروسته ووژل.

يو امريکايي چارواکي وویل چي باراک اوباما د دغو نويو بدلونو لپاره ډير پياوړي کسان انتخاب کړي. پنيټا 72 کاله عمر لري او پخوا يي د سپيني ماڼي د حکومتي چارو د ريس په توګه دنده تر سره کړي. ده د متحده ايالاتو په کانګرس کي د کلفورنيا د استازي په توګه هم دنده درلوده. پنيټا يو له هغو محدودو کسانو څخه دي چي کولاي شي د ګيټس ځاي ډک کړي. د ده لومړني دنده به د اوباما د هغي ستراتيژي پلي کول وي، چي په ترڅ کي يي د پنتاګون د بودجي څخه 400 بيليونه ډالر کميږي.

هغه کسان چي نن د اوباما لخوا دغو کليدي پوستونه ته ګمارل کيږي بايد د امريکا د کانکرس لخوا هم تایيد شي ترڅو دوي خپلی دندی په قانوني ټوګه پيل کړي. ښايي اوباما د کانکرس د تاييد په ترلاسه کولو کي د کومي خاصي ستونزي سره مخ نشي، ځکه چي ډير شمير امريکايي سناتورانو د اوباما د نوي تيم د کار له پيلولو سره ليوالتيا ښودلي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدلباري حکيم