1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په کوچني ښار کي نا کرارۍ دوام لري

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ مرداد ۲۴, جمعه

د امریکا متحده ايالاتو په کوچني ښار «فرگوسن» کې د پوليسو له خوا د يوه تورپوستي ځوان تر وژلو وروسته د اوسيدوکو قهر او غوسه وار په وار زياتيږي. د ميسوري ايالت گورنر اعتراف کوي چي دغه ښار د «جگړې سيمي» ته ورته حالت لري.

https://p.dw.com/p/1CvN4
انځور: Reuters

د امريکا متحده ايالاتو د ميسوري ايالت په «فرگوسن » ښار کې لا تر اوسه د کرارۍ او چوپتيا نخښه نښانه نه ليدله کيږي. خلک تر هغه وروسته را وپارېدل چې پر يوه ترو پوستي ځوان باندي پوليسو فيرونه وکړل او هغه يي وواژه. چارواکي هڅه کوي چي خلک کرار او د ښار نظم بيرته اعاده کي.

د وضعي د عادي کولو له پاره ځايي پوليس له ښار څخه ووتل. د ميسوري ايالت گورنر جان نيکسن، وويل چي په ښار کې وضعيت داسي ښکاري لکه کومه «جگړه» چي وي، او دغه حالت د«زغملو» نه دی.

هغه وويل په همدې وجه به سر له اوسه د «فرگوسن» ښار امنيت، ايالتي پوليس پرغاړه واخلي. نيکسن وويل: «دا د دې له پاره چي د ښار د اوسيدونکو اعتماد بيرته تر لاسه کړل شي او په دې کوچني ښار کي امن او کراري بيرته اعاده شي.»

پنځه شپې پر له پسې ناکراري

په سان لوييز کې چي د نوموړي ښار په مخکې پروت دی پنځه شپې په پرله پسې توگه د پوليسو او مظاهره کوونکو تر منځ اخ و ډب روان وو. پر ځايي امنيتي ځواکونو باندي ستره نيوکه دا ده چې له احتجاج کوونکو سره ېې په قهر او غوسي چلند کړی دی. دغه ناکرارۍ له هغه وروسته رامنځ ته شوي چې پوليسو يو ۱۸ کلن تور پوستي ځوان مايکل براون، د تيري شنبې په ورځ په مرميو وواژه.

بريد کوونکي پوليس ادعا کړې ده چي براون پر هغه باندې حمله وکړه. خو د پيښي يو عيني شاهد دغه ادعا ردوي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسشمر بارک اوباما، د خپل هيواد د دغه کوچني ښار پر اوسيدونکو باندي د کرارۍ او چوپتيا له پاره غږ وکړ. «اوس هغه وخت دی چي د فرگوسن ښار پر سړکونو باندي کراري او سوله اعاده شي.»

اوباما په عين وخت کې د تور پوستي ځوان د وژلو پيښي په هکله خپله خواشيني څرگنده کړه او ويې ويل چي دا يوه «زړه بوږنونکې» پېښه ده. په پېښه کې د ډزو په هکله پلټني ته په اشارې سره اوباما وويل چي پوليس د شفافيت له پاره مکلفيت لري.

هغه په فرگوسن کې امينتي ځواکونو ته د «سوله ييزو احتجاج کوونکو پر وړاندي د سختو زورزياتيو» پر وړاندي خبرداری ورکړ. خو هغه په عين وخت کې وويل چي دا هيڅ دليل نه دی چي پر پوليسو مقابله حمله وشي: «دا د پوليسو پر ضد د زورزياتي له پاره دليل کېدلای نه شي او نه هم څوک حق لري چي له دغې تراژيدي څخه د اله گولو او چور و چپاول کار واخلي.»

سر بيره پر دې اوباما د فرگوسن ښار د يوي بلي پيښي په هکله په امريکا متحده ايالاتو کې د رسنيو تاوده بحثونو ته هم اشاره وکړه. کله چې هلته پوليسو پر يوه رستورانت هجوم ور وړ او دوه خبريالان يي ونيول. يوه خبريال وويل چي له هغي سره پوليسو عيني چلند وکړ چې نژدې وژل شوی وو. اوباما وويل: «دلته امريکا متحده ايالات دي، دلته پوليس حق نه لري چي ژورناليستان وزوروي او يا هغوی ونيسي. دلته ژورناليستان دنده لري چي د هر پيښي جزئيات خپلو خلکو ته روښانه کړي.»

د فرگوسن ښار پوليسو د تور پوستي ځوان تر وژلو وروسته په راپارېدونو کي د لوټ ماريو په لومړې سر کې هيڅ مداخله نه وکړه، خو وروسته يي چلند دومره تند شو چي له اوښکي بهيونکي گاز څخه يي کار واخيست.

له بلي خوا هغوی د ژورناليستان پر وړاندي له ناوړه چلند څخه کار واخيست. د امريکا متحده ايالاتو د عدليي وزير، اريک هولدر وويل «لوټ ماري په هيڅ صورت سره د زغملو نه ده. په عين وخت کې پوليس دنده لري چي وضعيت آرام کړي، نه دا چي هغه نور هم ولمسوي.»