1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا کانګرس د ١٠٦ ملياردو ډالرو اضافي بودجه ومنله

۱۳۸۸ خرداد ۲۷, چهارشنبه

د امريکې په کانگرس کې د وکيلانو يا د دوی په اصطلاح قانون جوړوونکو جرگې د سه شنبې په ورځ د ١٠٦ ملياردو ډالرو اضافي بودجه ومنله...

https://p.dw.com/p/II29
د امريکې پارلمان
د امريکې پارلمانانځور: picture-alliance/dpa

له دې پيسو څخه به د افغانستان او عراق د جگړو لگښت، د خوگ د والگي سره د مبارزې او مخنيوي خرڅه او هم نړيوال پولي صندوق ته د امريکې د غړيتوب ونډه ورکول کيږي.

بودجه د ٢٠٢ مخالفو رايو په مقابل کې د ٢٢٦ موافقو رايو له مخې ومنل شوه. وکيلانو د دې پانگې داسې يوه بڼه تصويب کړې ده چې د دوی او د سنا يا مشرانو د جرگې د توپير تر کت انډول سره برابر کړي او د منلو وړ وي.

دا اندازه پيسې به د سپتمبر د مياشتې تر ٣٠ نېټې پورې د سږنۍ پانگې په جمع شمېرل کيږي.

له دې پيسو نه د نورو لگښتونو تر څنگ، ٧٩،٩ مليارده ډالره د عراق او افغانستان جگړو ته او ٧.٧ مليارده ډالره د خوگ د والگي له وېروس H1N1 سره مبارزې ته ورکول کيږي. په دې پيسو کې ٨ مليارده ډالره نړيوال پولي صندوق ته هم په نظر کې نيول شويدي. بر سېره پر دې ٨ ملياردو به ١٠٠ مليارده نورهم نړيوال پولي صندوق ته، د پرمختلونکو هېوادونو سره د نړيوال بحران په وړاندې مبارزه کې د مرستو کولو په خاطر ورکول کيږي.

له دې پيسو څخه به د افغانستان او عراق د جگړو لگښت هم ورکول کېږی
له دې پيسو څخه به د افغانستان او عراق د جگړو لگښت هم ورکول کېږیانځور: AP

د امريکې د استازو په جرگه کې پر دې موضوع باندې د بحث کولو په موقع اصلي غړي دموکرات ډاويډ اوبې David Obey نړيوال پولي صندوق ته د جمهوريت غوښتونکو له مخالفت او مقاومت څخه په موافقه ښودلو سره وويل، چې دا تدبير د نړيوال مالي بحران د مخنيوي د پاره ضرور وو.

نوموړي استازي وړاندې په ډاگه کړه: تاسې پوهېږی، چې دا يو حقيقت دئ. موږ بايد له نړيوالو سره برخه واخلو، او کله چې نړيوال اقتصاد څپڅپانده کيږي، موږ خپلو ځانونو ته دا مسئوليت لرو، چې د نړيوال اقتصاد حالت بېرته راسم کړو.

جمهوريت غوښتونکو نړيوال پولې صندوق ته د پيسو له ورکولو سره مخالفت کاوه، او ويل يې چې له دې څخه هغه هېوادونه هم گټه اوچتوي، کوم چې د امريکې له متحده ايالتونو سره مخالف دي. مگر د زيادتر استازو مشر ستيني هوير Seny Hoyer پولي صندوق ته پانگه ورکول د نړيوال اقتصاد د پاره يوه بيمه وبلله او په ډاگه يې کړه: که هر څه سم پر مخ ولاړ شي، نو دا پيسې به د امريکې له متحده ايالتونو څخه ونه وزي. خو که حالات سم پرمخ ولاړ نه شي، او نړيوال اقتصاد يو بل شوک هم وويني، نو بيا به دا پيسې مرسته کوي، چې نړيوال پولي صندوق له لوی خطر او اقتصادي نړښت سره مخامخو هېوادونو ته کمک ورکړي.

هوير Hoyer د خوگ له والگي سره د مبارزې په خاطر پيسې ورکونه په دې ټکو سره وستايله: دا په داسې حال کې چې د ملگرو ملتونو د روغتيايي چارو څانگې د خوگ والگی، وروسته له ٤١ کالونو د لومړي ځل د پاره د يوې نړيوالې منځ ته راغلې ناروغتيا په توگه اعلان کړه.

نوموړي استازي له رايو ورکولو څخه لږ څخه مخکې په ډاگه وويل: هر هغه څوک که نن د دې والگي د مخنيوي د لگښت پر ضد رايه ورکوي، هيله لرم ميدان ته راووزي او زموږ له خلکو له صحت سره د خپلې لوبې پرڅرنگوالي رڼا واچوي.