1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي تړون په هکله د ګاونډيانو اندېښنې

عبدالباري حکيم/ فريدالله خان۱۳۹۲ آذر ۳, یکشنبه

د کابل او واشنګټن ترمنځ د پلان شوي امنيتي تړون په هکله د افغانستان ګاونديو هيوادونو له ډيري مودي راهيسي انديښنه درلوده. د پاکستان ځيني سياستوال او کارپوهان په افغانستان کي د امريکا پر اوږدمهاله حضور باندي نيوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1ANHZ
انځور: Hussain Sirat

افغان ولسمشر حامد کرزي مشورتي لويي جرګي ته په خپله وينا کي وويل چي ايران په څرګنده توګه د کابل او واشنګتن تر منځ د پلان شوي امنيتي تړون په هکله مخالفت ښکاره کړ. خو له دي تړون سره په مخالفت کي ايران يوازي نه دی، د پاکستان له دنني څخه د هغه پر ضد هم د مخالفت ږغونه اوريدل کيږي، که څه هم کرزي په خپلي وينا کي يادونه وکړه چي «پاکستاني چارواکي له هغه سره همنظره ول، چي دا تړون د افغانستان په ګټه دی.»

مشورتي لويي جرګي حکومت ته مشوره ورکړه چي له امريکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون لاس ليک کړي. که څه هم د پاکستان د حکومت رسمي دريځ د افغان لويي جرګي د پريکړي پر وړاندي لا تراوسه نه دی څرګند شوي، خو د پاکستان ځيني سياسي ګوندونه او سياسي کړۍ په افغانستان کي د متحده ايالاتو له حضور سره خوښ نه دي.

د دويچه ويله د اردو څانګي خبريال، فريدالله خان له پاکستان څخه په خپل را استول شوي رپوټ کي يادونه کړي ده چي: «په خيبر پښتونخوا صوبه کي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د امريکا او ناټو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.» خو دغه ايالتي حکومت په افغانستان کي د نړيوالو پرمختيايي مرستو د دوام له پاره غږ کړی دی.»

په دغه رپوټ کي يادونه شوې ده چي «د اسلام آباد رسمي دريځ دا دی چي دا د افغانستان د خلکو حق دی چي د خپل هيواد د راتلونکي په هکله خپله تصميم ونيسي.»

خو د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو په ښکاره توګه په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو د شتون له دوام سره مخالفت کړی دی. د پاکستان د ښی اړخي جماعت اسلامي ګوند وياند، اصرار الله وويل: «موږ غواړو چي د ناتو او امريکا ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. افغانستان او پاکستان دواړه د نړيوالو ځواکونو له حضور څخه تاواني شوي دي. زموږ ګوند په دي برخه کي ښکاره پاليسي لري. هغه دا چي موږ هيڅ بهرنی سرتيری په افغانستان کي نه غواړو.»

څارونکي په دي نظر دي چي د پاکستان حکومت هم د هغو ګټو په وجه چي په افغانستان کي يي تعقيبوي، د امريکا او افغانستان د «ډېر نژدېوالي» پلوي نه کوي.

په بيروت کي د افغانستان او بلوچستان د چارو کار پوه عثمان قاضي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «د پاکستان د قدرت د جوړښت پياوړې برخه په افغانستان کي د امريکا د حضور دوام نه غواړي. ځکه دا هغه څه دي چي د پاکستان د ستراتيژيکي دکتورين له ريښو سره تناقض لري، هغوی افغانستان ته د هندوستان د نفو‌ذ پر ضد د مبارزي د ټاتوبي په سترګه ګوري. بې له دې بل هيڅ دليل وجود نه لري چي پاکستان دي له داسي يو تصميم سره مخالفت وکړي.»

نوموري کار پوه يادونه وکړه چي «افغانستان د بل هر هيواد په شان د دې حق لري چي د خپلي ملي واکمنۍ په هکله خپله تصميم ونيسي.»