1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د امنيتي مسئولیتونو اخیستو ته چمتو يو"

مسعود جهش (DW, AFP, AP)۱۳۹۱ مهر ۲۷, پنجشنبه

افغان ولسمشر د ناټو له عمومي سرمنشي اندرس فوگ راسموسن سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل چې د اړتیا په صورت کې افغان امنیتي ځواکونه له پلان شوي وخت مخکې هم د خپل هیواد د امنیتي مسئولیتونو پر غاړه اخیستولو ته چمتو دي.

https://p.dw.com/p/16RwI

کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې دغه خبري کنفرانس ته وویل چې که نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه د وختي وتلو پریکړه هم وکړي نو هیواد ئې کولای شي خپل امنیت پخپله ټینگ کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي وویل چې ناټو به د پلان له مخې په افغانستان کې خپل عملیات پای ته ورسوي.

کرزي وویل: «که اړتیا وي افغانستان چمتو دئ چې دغه بهیر [د امنیت د لیږد بهیر] ان گړندی کړي. که داسې اړتیا رامنځ ته شي چې موږ دغه بهیر مخکې له وخته بشپړ کړو نو موږ به د دې کار له پاره چمتو یو او په خوښۍ به ئې وکړو.»

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسمن، وویل چې ناټو پریکړه کړې ده چې د پلان له مخې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي. هغه ویلي دي چې د ناټو غړو هیوادونو همداراز په دې خبره موافقه کړې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته د یوه نوي ماموريت وړاندیز وکړي. د هغه په خبره تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ناټو د افغان ځواکونو د روزلو ماموریت پیل کړي.

راسموسن وویل: «زه ډاډه یم چې افغان ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د افغانستان د ټولو برخو د امنیتي مسئولیتونو پر غاړه اخیستلو ته چمتو وي.»

دا په داسې حال کې ده لا اوس هم د ناټو په ځینو هیوادونو کې د افغانستان د ماموریت د مخکې له وخته ختمولو غوښتنې کيږي. د امریکا او ناټو ځواکونه د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته افغانستان ته راغلل. اوس چې له هغه وخته لس کاله تیریږي د افغانستان په ځینو برخو کې جگړه روانه ده خو افغانستان په ډیرو برخو کې پام وړ لاس ته راوړنې هم لرلې دي.

راسموسن وویل چې افغان ځواکونو لا وختي په ډیرو سیمو کې د پام وړ پرمختگونه کړي دي. هغه زیاته کړه: «موږ لا وختي لیدلي دي چې هغوی ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي. موږ به خپلو روزنیزو پروگرامونو ته دوام ورکړو او هغه به لا کړندي کړو.»

راسموسن وویل چې نړیواله ټولنه غواړي چې افغانستان پر خپلو پښو باندې ودریږي خو هغه ټینگار وکړ چې دغه هیواد به یوازې پرې نه ښودل شي.