1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت د انتقال دوهم پړاو دي په نا امنو سيمو کي ترسره سي

۱۳۹۰ آبان ۹, دوشنبه

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسيون وايي، چي له ناټو ځواكونو څخه افغان امنيتی ځواکونو ته د امنيتي مسئوليتونو د ليږد دوهم پړاو بايد له نا امنو ولايتونو پيل سي.

https://p.dw.com/p/13265
افغان امنيتي ځواک
افغان امنيتي ځواکانځور: AP

د ولسي جرګېد دفاعي چارو د کمېسيون مشري شکريېبارکزۍ پرون خبريالانو ته وويل چي له نړيوالو ځواكونو څخه افغان لوري ته د امنيتي چارو د ليږد بهير لومړى پړاو هم بايد له نا امنو ولايتونو پيل شویواى، ترڅو د افغان ځواکونو وړتيا او د هغوى له پاره د اړينو تجهيزاتو کموالى معلوم سوى واى.

د امنيت د ليږد په لومړي پړاو کي تقريباً ټولي هغه سيمي چي امنيت يي نسبتاً ښه وو افغان دولت ته وسپارل سوې، چي پکښي کابل، پنجشير، لښکرګاه، مزارشريف، باميان، مهترلام او هرات ښار شامل ول.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون مشره مېرمن شکريې بارکزۍ په خبره، په کار ده چي د دي پروسي دوهم پړاو په نا امنو ولايتونو کي پلى سي.

« که په ناامنو ولايتونو کي امنيت ټينګ سي، بيا به په امنو ولايتونو کي د نا امنيو هيڅ ستونزه نه وي.»

ټاکل سوې چي د امنيت د ليږد دوهم پړاو، چي ۱۷ سيمي پکښي شاملي دي تر څو راتلونکو اونيو پيل سي. په دغو سيمو کي ځيني ناامنه ولايتونه لکه غزني او ميدان وردګ هم شامل دي.

خو د افغانستان د پوځ متقاعد جنرال امرخيل په وينا بيا، د پوځي  اصولو له مخهد امنيتي چارود مسئوليتسپارلبايد اول له امنو سيمو پيل سي.

د ده په وينا، افغانستان له جغرافيايي پلوه ډير پيچلى جوړښت لري، نو ځکه افغان ځواکونه دغه مهال د دېوړتيا نه لري چي د هيواد د نا امنو سيمو او ولسواليو امنيت ټينګ کړي.

« د نا امنو سيمو د امنيتي مسئوليتونو د اخستو له پاره په کار ده چي افغان وسله وال ځواکونه له پوځي پلوه سمبال شي.»

د هغه په خبره، داچي په تيرو لسو کلونو کي افغان ځواکونه په ښه ډول نه دي روزل سوي او مجهزي وسلېنه لري،علت يي دا دى چي نړيوالي ټولني په ٢٠٠١ کال کي د بن د کنفرانس ژمني نه دي عملي کړي.

بارکزۍ هم دا ضروري بولي چي ايساف او ناټو بايد د دېترڅنګ چي امنيتي مسئوليتونه افغان ځواکونو ته سپاري، هغوى ته بايد لازمه روزنه ورکړي او په اړينو امکاناتو يي سمبال کړي.

په افغانستان کي له نړيوالو ځواکونو څخه افغان لوري ته د امنيتي مسئوليتونو د ليږد لړۍ تير دوبى پيل سوېاو د ليزبن غونډي د پريکړو له مخهبه دا بهير د ۲۰۱۴کال تر وروستيو په ټولافغانستان کي بشپړه سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل