1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م د سوريې په وړاندي اعلامیه رایه اچوني ته وړاندي کوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۵, شنبه

د ځانګړي ناستي د رابللو خبر په ناڅاپي ډول خپور شو. د امنيت شورا غواړي چي په لنډ وخت کي د سوريې پر ضد د اعلاميې په هکله رايي واچول سي. روسيې ویلي دي چي د نوي اعلاميې مخه به ونيسي.

https://p.dw.com/p/13wvn
د امنیت شورا د سوري په اړه غونډه کوي
د امنیت شورا د سوري په اړه غونډه کويانځور: Reuters

هیڅ چا داسي اټکل نه وو کړی چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا به دومره ژر د سوريې پر ضد د اعلاميې له پاره ځانګړي غونډه راوبلي. د ملګرو ملتونو دغې پياوړي اداري د جمعې په ورځ، د نيويارک په ځايي وخت ماښام اعلان وکړ چي د شنبې په ورځ به د سوريې پر ضد د اعلاميې له پاره ځانګړې ناسته جوړه کړي. اټکل کيږي چي د شنبې د ورځي په ناسته کي به د روسيې د مخالفت سربېره د سوريې پر ضد د اعلاميې له پاره رايي واچول سي. زياته سوي ده چي د شنبې په ورځ په تر سره کېدونکي غونډه کي به د پنجشنبې په ورځ وړاندي سوی د اعلاميې نوی متن رايه اچوني ته وړاندي سي. د دغي ناستي غوښتنه د مراکش هيواد کړې وه.

روسيې چي د سوريې نزدي ملګری هيواد بلل کیږي ویلي دي چي د سوريې پر ضد د هر ډول اعلاميي مخالفت به وکړي. د روسيې يو دیپلومات د رویترز خبري آژانس ته ويلي دي چي دا لا نه ده څرګنده چي آيا روسيه به د شنبې د ورځي په رايه اچونه کي غېرحاضره وي او که خپل د ويټو رایه به وکاروي او یا دا چي د اعلاميې په حق کي به رايه واچوي.

د ماسکو حکومت د امنيت په شورا کي د سوريې پر ضد د اعلاميې وروستۍ بڼه هم رده کړې وه. د نوموړي هيواد یو لوړپوړي چارواکي ګينادي ګاتيلوف، د جمعې په ورځ مازيګر وويل چي د اعلاميې د اوسنۍ بڼي مخالفت کوي. ګاتيلوف زياته کړه چي که څه هم روسیه د اعلاميې له ځینو برخو سره موافقه ده خو بیا هم دغه اعلامیه نه شي کولای د روسي قناعت حاصل کړي. خو ګاتيلوف وويل چي روسيه په دې هکله خبرو ته چمتو ده.

د پخواني متن په پرتله د اعلاميې په نوې مسوده کي د روسيې د خوښۍ له پاره بدلونونه راوستل سوي دي. د بېګلي په توګه په نوي متن کي د پخواني متن په څیر له بشرالاسد څخه د واک د پریښودلو غوښتنه نه ده سوي. همداراز په نوې اعلامیه کي د روسيې د ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره پر سوريې اقتصادي او د وسلو پلورلو بنديزونه هم له منځه تللي دي. دا په داسي حال کي ده چي روسيې په وروستیو وختونو کي پر سوريې د ۴۲۷ مليونو ډالرو په ارزښت جنګي الوتکي پلورلي دي. خو د اعلاميې په نوي متن کي يو مهم ټکی پرځای پاته دئ چي پکښي د سوريې له پاره د عرب ليګ د جنوري د میاشتي له وړانديز څخه ملاتړ سوی دئ. د عرب ليګ د دغه پلان له مخي بايد په سوريه کي د يو داسي منځمهاله سياسي بدلون له پاره هڅي وسي چي پکښي د سوريې خلک برخه ولري.

د سوريې پر ضد د اعلاميې پر سر رايه اچونې ته په داسي حال کي چمتو والی نيول کيږي چي په سوريه کي د تاوتريخوالي خبر وکړل شوی دئ. د بشري حقونو د ځايي ټولنو د راپوټونو له مخي د جمعې په ورځ د ريژيم د ځواکونو د هوانونو له کبله څه نا څه ۲۶۰ ملکي خلک ووژل شول او تر ۱۵۰ کسانو څخه زيات نور ژوبل سول. ويل سوي دي چي دغه مرګ ژوبله د حمص په ښار کي رامنځ ته سوې ده. عربي تلويزيون الجزيره هم د لسګونو مړو انځورونه خپاره کړي دي.

د المان په پلازمېنه برلين کي د ۳۰ په شاوخوا کي سوريايان د خپل هيواد سفارت ته ورننوتلي دي. د پوليسو په وينا دغو کسانو په برلين کي د خپل هيواد سفارت ته تاوانونه اړولي دي.

اڅمدولي اڅکزی (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب