1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا سوريې ته د څارونکي پلاوي د لېږد په هکله پرېکړه کوي

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14dw1

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا به د شنبې په ورځ په دې هکله پرېکړه وکړي چي ايا سوريې ته به څارونکی پلاوی ولېږدوي که نه. دیپلوماتانو په نيويارک کي ويلي دي چي په دې هکله روان بحثونه تر اټکل څخه زيات ستونزمن او تاوده ول.

د لوېديځو هيوادونو له خوا په وړاندي سوي اعلاميې په دغه مسوده کي په چټکه توگه سوريې ته د يوه څارونکي پلاوي د لېږدولو خبره سوې ده. د روسيې هيواد د دغه اعلاميې سره په عمومي توگه خپل رضايت ښودلی دئ خو ويلي ئې دي چي د تصويب څخه تر مخه بايد په متن کي بدلونونه راوستل سي. د دغې موضوع په هکله په اصل کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا بايد د جمعې په ورځ لا پرېکړه کړې وای خو دغه پرېکړه وځنډول سوه.