1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امنیتي تړون پر سر خبرې له طالبانو سره خبرو پورې تړلې دي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۰, دوشنبه

افغان حکومت ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره به د واشنګټن او کابل تر منځ د امنیتي تړون پر سر خبرې اترې یوازې په هغه صورت کې یو ځل بیا پیل کړي چې طالبان د سولې په اړه د افغان حکومت له استازو سره وغږیږي.

https://p.dw.com/p/18yuy
انځور: AP

د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په اړه د خبرو اترو بهیر هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شو چې طالبانو په قطر کې پر خپل دفتر باندې د خپلې واکمنۍ د دورې سپین بیرغ پورته کړ او ورباندې یې «د افغانستان اسلامي امارت» لوحه وځړوله. پر دې سربیره د قطر د دفتر تر پرانیستل کیدو وروسته، هم طالبانو د تل په څیر د افغانستان د سولې عالي شورا له استازو سره له خبرو کولو څخه ډډه وکړه، او ویې ویل چې یوازې له امریکایانو سره به خبرې اترې وکړي.

تر دې مخکې افغانستان او امریکا یو ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړی وو.
تر دې مخکې افغانستان او امریکا یو ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړی وو.انځور: dapd

دغو موضوعګانو د افغان حکومت سخت غبرګون راوپاروه او د ولسمشر حامد کرزي ادارې اعلان وکړ چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې د امنیتي تړون پر سر خبرې اترې درولې دي. د دغه تړون له مخې به امریکایي ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي اډې ولري.

خو اوس د افغان ولسمشر دفتر د امنیتي تړون پر سر د خبرو اترو د بیا پیلیدو اصلي شرط روښانه کړی دی. د دغه دفتر له خوا په یوې خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي: «د امنیتي تړون پر سر خبرې اترې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کیدو پر وړاندې د غبرګون په توګه درول شوې وې او هغه وخت به بیرته پیل شي چې د سولې عالي شورا او طالبان له یو بل سره خبرې اترې پیل کړي.»

ولسمشر کرزي لا تر اوسه پورې قطر ته د سولې عالي شورا استازي نه دي استولي، خو له طالبانو سره یې د سولې خبرې اترې هم نه دي رد کړي. له بلې خوا طالبانو هم په خپل دريځ کې د بدلون ځینې نښانې ښوولې دي. هغوی ویلي دي چې «په یوه مناسب وخت» کې به د قطر په دفتر کې له ځینو افغانانو سره هم خبرې اترې وکړي. د طالبانو دغه څرګندونې ښايي د هغوی په هغه دریځ کې چې نه غواړي د ولسمشر کرزي له حکومت سره خبرې اترې وکړي، د ممکنه بدلون د رامنځ ته کیدو په معنی وي.

په قطر کې طالبانو استازي وایي چې د سولې د خبرو اترو پر مهال له هم خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
په قطر کې طالبانو استازي وایي چې د سولې د خبرو اترو پر مهال له هم خپلې جګړې ته دوام ورکړي.انځور: AFP/Getty Images

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول نړیوال جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، او د دغه هیواد بشپړ امنیتي مسوولیت به افغانانو ته وسپاري. له همدې کبله اوس امریکا متحده ایالات او نور نړیوال متحدین یې هڅه کوي چې د افغانستان یوولس کلنه شخړه د سولې له لارې حل کړي. تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي وو چې «په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې ښایي ډیر خنډونه موجود وي» خو هغه پر دې خبره باندې ټینګار کړی وو چې دا د دغه هیواد د شخړې د حلولو یوازینۍ لاره ده.

پاکستان یو ځل بیا د سولې په بهیر کې د مرستې ژمنه وکړه

له بلې خوا پاکستاني چارواکو دغه هیواد ته د انګلستان د لومړي وزیر دیوید کمرون، د سفر پر مهال یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې د بهیر له پرمخ تلو سره به مرسته وکړي.

کمرون د یکشنبې په ورځ افغانستان ته تر سفر وروسته پاکستان ته رسیدلی وو. کابل او اسلام آباد ته د دیوید کمرون سفر د افغانستان د سولې د بهیر د پر مخ وړلو په موخه د لویدیځې نړۍ تر ټوله تازه هڅه ده.

دیوید کمرون افغانستان ته پخپل وروستي سفر کې پر پرمختګونو باندې ټینګار وکړ.
دیوید کمرون افغانستان ته پخپل وروستي سفر کې پر پرمختګونو باندې ټینګار وکړ.انځور: Reuters

نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان مرسته ډیره اړینه بولي، خو د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې له بې اعتمادۍ سره مل دي او دواړه هیوادونه پر یو بل باندې تور لګوي چې یاغیانو ته یې ځای ورکړی دی. افغان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې میشت دي او له همدې کبله دغه هیواد غواړي د سولې له بهیر څخه د خپل ځان په ګته د امتیازونو د تر لاسه کولو په موخه استفاده وکړي.

تر دې مخکې دیوید کمرون په انګلستان کې د افغان او پاکستاني دولتي مشرانو د یوې غونډې کوربه توت هم کړی وو. د یکشنبې په ورځ د پاکستان نوي لومړي وزیر نواز شریف، هیله څرګنده کړه چې انګلستان به خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړي. شریف زیاته کړه: «ما لومړي وزیر کمرون ته ډاډ ورکړی دی چې موږ به د یوه باثباته او امن افغانستان له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

کمرون په داسې حال کې له پاکستان څخه لیدنه وکړه، چې د هغه د سفر په ورځ په دغه هیواد کې بیلابیلو چاودنو لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب