1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیتي تړون پر سر غیر رسمي خبرې اترې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ شهریور ۲۴, یکشنبه

افغان حکومت وایي چې د دغه هیواد او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د امنیتي همکاریو د تړون پر سر غیر رسمې خبرې اترې پیل شوي دي. امریکایي چارواکې پر دې ټینګار کوي چې دغه سند باید له ټاکنو څخه تر مخه لاسلیک شي.

https://p.dw.com/p/19hpB
انځور: Getty Images

د واشنګټن او کابل تر منځ د امنیتي همکاریو پر سر د سند لاسلیک کیدل، د افغانستان په راتلونکي مستقیم تاثیر لري، ځکه چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ، د دغه سند یوه برخه جوړوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۱۵مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل: «مهم ټکی دا دی چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیزه امنیتي تړون پر سرغیر رسمي خبرې اترې ادامه لري.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دغه خبرې اترې یوه اوونۍ تر مخه پیل شوي دي او افغان او امریکایي هیئتونو په دې ترڅ کې دوه وارې لیدنه کتنه کړې ده. په پام کې ده چې د دغه غیر رسمي خبرو اترو دریمه ناسته د یکشنبې په ورځ مازیګر تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴م کال په رانزدې کیدو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د دغه هیواد د راتلونکي په اړه انديښنې مخ پر زیاتیدو دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، ډاکټر اشرف غني احمدزی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي، د افغان هیئت غړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زیانځور: DW

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جېمز کنېنګهم، او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دنفورد، د امریکایي اړخ استازیتوب کوي.

د ملا برادر د آزادیدو پر سر ټینګار

په عین وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې خبره ټینګار وکړ چې د سولې د پروسې د پرمختګ په موخه ملا عبدالغني برادر، چې د پاکستان په بند کې دی آزاد شي.

ښاغلي موسی زي زیاته کړه: «د ملا برادر د زنداني کیدو دلیل دا دی چې هغه د افغانستان له حکومت سره تماس درلود، ترڅو د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ سیاسي خبری اتری پیل شي او د جګړې د ختمیدو له پاره د یوه سوله ییز حل لاره وموندل شي. پر دې اساس د ملا برادر آزادیدل، کولای شي په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا له پاره یو مثبت ګام وي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په وروستیو څرګندونو کې وویل چې ملا برادر به له زندانه آزاد کړای شي.

موسی زي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ملا برادر آزادیدل د سولې د پروسې له ملاتړ څخه د پاکستان د صداقت ښکاروندي هم کوي: «د ملا برادر او نورو طالب مشرانو آزادول د هغه ملاتړ برخه ده چې پاکستان یې د سولې له پروسې څخه وکړي. نورې هڅې یې د سولې د عالي شوری او طالب مشرانو تر منځ د مستیقمې اړیکې زمینه برابرول دي.»

خو د آزاد شوو افغان بندیانو برخلیک هم معلوم نه دی. پاکستان په تیره څه موده کې له دیرشو تنو څخه زیات افغان طالب بندیان آزاد کړل، خو د سولې په پروسه کې د دغو بندیانو د آزادیدو مثبتې پایلې مشخصې نه دي.