1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امنیتي ستونزو علت کمزورې رهبري ده»

۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبه

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل، د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان ډېري امنیتي ستونزي د کمزوري رهبري له کبله دي. هغه ګواښ وکړ چې ۲۰۱۶م کال ښایي د تیر کال په شان خونړی وي.

https://p.dw.com/p/1HoQw
انځور: picture-alliance/Planet Pix via ZUMA Wire

جنرال کمپبل د کانګرس د «وسله والو خدمتونو کمیټې» ته په خپلو خبرو کې وویل چې په هلمند ولایت کې د لويو قوماندانو په ګډون، د ملي اردو ۹۲ افسران له خپلو دندو تبدیل شوي دي.

هغه ټینګار کړی دی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اوس هم د رهبرۍ په سطح د اصلاحاتو په راوستلو کې پاته راغلی دی. د کمپبل په خبره په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه هڅه کوي چې دغه ستونزه د روزنې، مشورو او همکاري له لارې له منځه یوسي. دې امریکایي جنرال ټینګار کړی دی چې اساسي بدلونونه ښايي ډیر وخت وغواړي.

کمپبل په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په امریکا متحدو ایالاتو کې د افغانستان د وضعیت د خرابیدو په اړه اندېښنې مخ په ډېریدو دي او یو ځيني سیاستوال داسې فکر کوي چې په افغانستان کې د تیرو ۱۴ کلونو د لاس ته راوړنو د ساتلو په موخه لا ډیرو امریکایي ځواکونو ته اړتیا شته.

جمهوري غوښتونکې سناتورې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو باندې ۴.۱ میلیارده ډالرو کلنی مصرف ته په اشاره کولو سره وویل: «موږ څو واري نور باید ۴،۱ میلیارده ډالر ورکړو؟» بل امریکایي جمهوري غوښتونکي سناتور والتر جانز، ټینګار وکړ چې امریکایان له دې ستړي شوي دي چې ورته ویل کیږي چې په افغانستان کې پرمختګ کیږي.

کمپبل ګواښ وکړ چې که جدي تدابیر ونه نیول شي نو روان کال ښايي ډیر ستونزمن وي: «زه په دې باور یم چې که موږ عمدي، ارزول شوي بدلونونه را نه ولو نو د دې ګواښ شته چې ۲۰۱۶ کال د ۲۰۱۵ کال په شان او یا هم تر هغه خراب وي.»

دغه امریکایي جنرال ټینګار وکړ چې د کابل حکومت به په ۲۰۱۶م کال کې هم د امریکا ملاتړ ته اړتیا ولري: «افغانستان د امنیت په برخه کې په هغه اندازه پرمختګ نه دی کړی چې په ۲۰۱۶ کال کې زموږ د ملاتړ کمیدل توجیه کړي.»

هغه د ولسمشر اوباما د هغي پریکړي هرکلی وکړ چې غواړي په ۲۰۱۶م کال کې هم د افغانستان په ډېره برخه کې شاوخوا ۹۸۰۰ عسکر وساتي.