1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امنیت شورا به افغانستان یوازې پری نه ږدي»

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ تیر ۲۲, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او داسي کوم پلان نه لري چې په لنډ مهال کې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/197JM
انځور: AP

له تیرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان په مطبوعاتو کې د امریکا متحده ایالاتو د دولت پر هغه پلان تاوده بحثونه روان دي چې وايي له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو د راایستلو پر پلان غور کوي.

دغه مسله د لومړي ځل له پاره امریکایي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» تیره اوونۍ افشا کړه او له رواني اړخه یې پر ځینو افغانانو ناوړه اغیزې هم شنیدلي دي، خو ملګري ملتونه وايي چې افغانستان به بیا شاته و نه ګرځي او افغانان دې د نړ یوالي ټولني په ملګرتیا ډاډه اوسي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشر یان کوبیچ د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امنیت شورا د افغانستان پر حالاتو بحثونه کړي او یو ځل بیا یې له افغانستان څخه د اوږدې مودې له پاره خپل ملاتړ اعلام کړی دی.

د ښاغلي کوبیچ په خبره ملګري ملتونه په افغانستان کې له بیلا بیلو سیاسي ډلو او دولتي بنسټونو سره له نزدې کار کوي تر څو دغلته د بشپړي ولسواکۍ له پاره لاره پرانیزي او تر څنګ يې د وسلوالو مخالفینو د پخلا کولو پروسه کې هم دخیل دي.

نوموړی وایي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به هیڅ کله هم افغانستان کې شوي وروستی پرمختګونه په اوبو لاهو کیدو ته پرې نه ږدي: «ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د حالاتو پر سر خبري وکړې، شورا له افغانستان سره د اوس او له ۲۰۱۴ کال وروسته له پاره د خپلو مرستو په دوام ټینګار وکړ. امنیت شورا د سولي او ملي پخلایني پروسي باندي ډير تمرکز وکړ او په دغه برخه کې یې پرمختګونه هیله مند کونکي وبلل. ملګري ملتونه د افغانستان اقتصادي وده ډیره مهمه او د ملک د راتلونکي په خاطر ډیره اړینه بولي.»

ښاغلي کوبیچ همدا راز له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه چې د بشر د حقونو مسلې ته جدي پام وکړي. هغه وویل د امنیت شورا له افغان دولت څخه غوښتي دي تر څو هغو اندیښنو ته ځواب ووایي چې په افغانستان کې د بشر د حقونو په برخه کې له ۲۰۱۴ کال دمخه رامنځ ته شوې دي.

د یوناما د مشر یان کوبیچ په خبره د امنیت شورا افغانانو ته ډاډ ورکوي چې له بشري حقونو څخه به یي په کلکه پالنه کوي او په دغه برخه کې له نړیوالو متحدینو او افغان دولت سره خپل ګډ کار ته دوام ورکوي: «د ملګرو ملتونو سازمان مشر او د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د بشر د حقونو، په خاصه توګه د ښځو، ماشومانو او نجونو له حقونو څخه د ملاتړ په اړتیا ټینګار وکړ او په قوت سره یې په دغه برخه کې له افغانانو خپل ملاتړ څرګند  کړ.»

د کوبیچ په وینا د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز په خپله غونډه کې په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو په تر سره کیدو ټینګار کړی دی او له حکومت څخه یې غوښتي دي چې په دغه برخه کې به هر ر از درغلۍ د هیواد راتلونکي ته سخت ګواښ پیښ کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر داسې مهال له افغان دولت څخه په مشروط ډول ملاتړ څرګندوي چې اوس مهال دغه هیواد د ټاکنو یوه مهمه او برخلیک ټاکونکي پروسه په مخ کې لري.