1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا په دمشق کې وروستي بریدونه په کلکه وغندل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه
https://p.dw.com/p/14tg5

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په سوریه کې وروستي بریدونه چې د جمهور رئیس بشارالاسد په مقابل کې د پاڅون راهیسې تر ټولو سخت بریدونه وو، په کلکه وغندل.

د ملګرو ملتونو د دغې شورا ۱۵ تنو غړو په یوې ګډې اعلامیې کې د دښمنو ډلو څخه یو وار بیا غوښتنه وکړه چې زورزیاتي ته خاتمه ورکړي او د کوفی عنان له خوا دې د سولې وړاندی سوی پلان عملي کړي.

په دمشق کې د پنجشنبې په ورځ په دوو جلا جلا چاودنو کې د رسمي معلوماتو له مخی لږ تر لږه ۵۵ تنه ووژل سول او په سلهاوو نور کسان زخمیان سول.د سوریې مشرتابه د دغو بریدونو پړه پرترهګرو ډلو وراچولې ده، خو د اپوزیسیون مشرانو دغه څه رد کړي دي.