1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا په مالي کې پوځي کودتا په کلکه وغندله

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه
https://p.dw.com/p/14PiH

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مالي کې پوځي کودتا په کلکه وغندله او په دغه افریقایي هیواد کې ئې د ټاکل سوي حکومت د ژر تر ژره بیرته پر کار کیدو غوښتنه وکړه.

دغې شورا په نیویارک کې اعلان وکړ چې په مالې کې باید د قانون پر اساس بېرته یو نظم رامنځته سي. همدا رنګه المان او نورو هیوادونو هم دغه پوځي کودتا غندلې ده.

د پنجشنبې په ورځ په پایتخت بماکو کې سرتېرو د جمهوري ریاست پر ودانۍ یرغل وکړ او حکومت ئې لغو اعلان کړ. تر دغې کودتا وروسته د دغه هیواد جمهور رئیس امادو توماني تورې، او د هغه پلویان په بماکو کې یوې پوځي اډې ته تللي دي. سرتېري د دغې کودتا علت د حکومت هغه ناتوانۍ بولي چې نه سي کولای د توترق پاڅون ته د مالي په شمال کې خاتمه ورکړي.