1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انتخاباتي کمپاين د پیل په هکله د افغانانو نظرونه

۱۳۸۸ خرداد ۲۷, چهارشنبه

په كابل كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو لپاره د سياليو په پيل سره د كابل په ښار كې د نوماندو په زرهاوه پوسترونه اوعكسونه د ودانيو په ديوالونو ، ونو او د برښنا په ستنو لګول شوي دي.

https://p.dw.com/p/ICCm
انځور: AP

د ولسمشرۍ اوولايتي شوراګانو د ټاكنو لپاره د نوماندو تر منځ ټاكنيزې مبارزې په رسمي توګه پيل شوي. د كابل ښار د ودانيو ديوالونه د يوې ورځې په تيريدو سره د نوماندو په عكسونو پوښل شوي دي. په افغانستان كې هر كانديد هڅه كوي تر څو ډير عكسونه چاپ كړي او په ديوالونو يې سريښ كړي. داسې ښكاري چې په افغانستان كې د ټاكنيزو مبارزو منځ پانګه د ګڼو كانديدانو لخوا د چاپي تبليغاتي پاڼې ويشل دي. له بلې خوا د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره ځينې نوماندي هان د ټاكنيزو مبارزو له پيل څخه د مخه ولسمشر حامد كرزى يې په دې تورن كاوه چې سيمه ايز چارواكي د ده لپاره كمپاين كوي، د ټاكنيزو مبارزو په پيل سره هم دا انديښنه موجوده ده.

افغان كارپوه حيات اله پياوړى وايي چې افغانستان يو بې وزلى هيواد دى په داسې بې وزلې ټولنه كې د نوماندو په ټاكنيزو سياليو كې كيدونكي لګښتونه بې ځايه دي او هيله څرګندوي چې هر نوماند بايد دا هڅه وكړي تر څو د خپل كاري پروګرام د تشريح كولو له لارې ځان خلكو ته ورسوي نه داچې د مالي لګښتونو په واسطه خلك رايې وركولو ته وهڅوي.

د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره يو تن نوماند شهنواز تڼى ولسمشر په دې تورن كوي چې هم ولسمشر دى او هم د راتلونكي ولسمشرۍ د ټاكنو يو نوماند او دى د ټولو دولتي امكاناتو څخه ګټه اخلي، تڼى وړانديز كوي چې ټول كانديدان بايد وكولاى شي چې له مساوي او يو شان امكاناتو څخه ګټه واخلي .

حيات اله پياوړى وايي چې: افغانستان يوه دوديزه ټولنه ده او ډيرې خلك ليك لوست نلري زيات شمير وګړي له يوې خوا د ټاكنو او خپلو رايو په مهموالي نه پوهيږي له بلې خوا په ميليونونوخلك چې له ليك لوست څخه بې برخې دي نشې كولاى د كانديدانو چاپي تبليغاتي پاڼې ولولي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس عزيز لودين وايي چې ټول كانديدان د قانون په وړاندې مساوي دي او وايي چې د ټاكنيزو سياليو په بهير كې كومه ستونزه نده پيدا شوې . دى زياتوي چې : د كمپاين مسله د خپلو كانديدانو مسله ده د ټاكنو كميسيون ټولو نوماندولپاره مساوي موده په پام كې نيولې چې كولاى شي هر نوماند په همدې موده كې د ټلويزيونونو ، راډيو ګانو ، اخبار او چاپي رسنيو له لارې خپلو سياليو ته ادامه وركړي. تر اوسه مونږ داسې څه نه وينو چې د ستونزې لامل وګرځي .

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانود ټاكنو لپاره د نوماندو سيالۍ به د زمري د مياشتې تر ۲۶ نيټې پورې ادامه ومومي. د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور په وينا د ټاكنيزو سياليو لپاره يو دستورالعمل جوړ شوى او نوماندي مكلف دي چې د دستورالعمل په بنسټ خپلې سيالۍ پرمخ بوځي.

همدارنګه د ټاكنو د شكايتونوكميسيون لخوا ويل شوي چې هر كانديد كه د ټاكنيزو سيا ليو په بهير كې ل دستورالعمل څخه سرغړونه وكړي له قانوني بنديزونو سره به مخامخ شي او هان تر دې چې نوم به يې له لست څخه وغورځول شي.

برى پال

کتونکی: يحيی وردک