1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انترنیتي او تلیفوني شبکو له لارې د استخباراتي پروګرام توجیه

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ خرداد ۱۸, شنبه

د امریکا د «ملي امنیتي ادارې» له خوا د شخصي تلیفوني او انترنیتي معلوماتو د راټولو پر سر د نړیوالې غوسی له راپاریدو وروسته اوباما د دغه ادارې له پروګرام څخه دفاع وکړه. هغه وویل چې دا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/18mCy
انځور: Fotolia/benjaminnolte

د متحده ایالاتو ولسمشر چې څلور کاله مخکې یې د خپل لومړي ریاست په پیل کې ژمنه وکړه چې د خلکو ولسي حقوق به خوندي وساتي، په یوې وینا کې وویل چې «نه سل په سلو کې امنیت او نه هم سل په سلو کې شخصي محرمیت ممکن دی.» خو هغه ډاډ ورکړ چې د «ملي امینتې ادارې» NSA له خوا راټول شوي تلیفوني او انترنیتي معلومات به د کوم مشخص شخص تر نامه لاندې راټول نه کړای شي. هغه د کلفورنیا د سان خوزي په ښار کې د خبریالانو پر وړاندې وویل: «هیڅوک به ستاسو تلیفونونو ته غوږ ونه نیسي.»

د انترنیتي او تلیفوني شبکو له لارې د استخباراتي پروګرام توجیه

د دې له پاره چې په عامه قهر او غوسې باندې یو څه اوبه توې کړي، اوباما د خپلې استخباراتې ادارې د دغه اقدام په اړه وویل چې ګواکې دغه ډول څارنه به د کانګرس او د فدرالي محکمو تر «ټینګې څارنې» لاندې تر سره شي. هغه وویل: «د ترهګرو د ګواښونو په پام کې نیولو سره د متحده ایالاتو ټولنه باید یو انډول تصمیم ونیسی.»

اوباما په دې اړه یادونه وکړه چې د امریکا دغه نوی استخباراتي پروګرام د کانګرس له خوا تصویب شوی او له ۲۰۰۶ کال څخه را پدیخوا د ټولو سیاسي ګوندونو د رایو په اتفاق سره په مکرر ډول نوی کړای شوی دی. د هغه د خبرې له مخې په دې اړه د «خلکو د ولسي حقوقو د خوندي ساتنې له پاره یو لړ اقدامات هم ترلاس لاندې نیول شوي دي.»

د امریکایي ورځپاڼې واشنګتن پوسټ، د یوه رپوټ له مخې د متحده ایالاتو استخباراتې ادارې د ترهګرۍ پر ضد د مقابلې له پاره د انترنیتي خدماتي شرکتونو لکه ګوګل، فیس بوک او یا هم د اپل د میلیونونو کار اخیستوونکو معلوماتي تبادلو ته لاس اوږدوي او په دې ډول پر هغو استخباراتي څارنه کوي. د نوموړې ورځپاڼې د رپوټ له مخې له څو کلونو را پدیخوا د امریکا کورني استخباراتي خدمات یا «ملي استخباراتي اداره» او فیدرالي پولیسي اداره FBI په نوموړو انترنیتي خدماتو کې د خلکو د شخصي بریښنا لیکونو، عکسونو، ویدیوګانو، اسنادو او غږونو په راټولو بوختې دي.

په دې اړه څه موده مخکې اوباما د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په هکله د یوې مهمې وینا په ترڅ کې د خپل هیواد د شهرت په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه. ښایي دا هم په دې وجه چې اوباما غوښتل د خپل سلف، پخواني ولسمشر جارج دبلیو بوش، د سیاست له سیوري څخه ځان لیرې وساتي. په دې وینا کې اوباما ویلي ول چې :«د ټولو امنیتی اړتیاوو سره سره د امریکا متحده ایالات باید خپل ارزښتونه له یاده ونه باسي. هغه تصمیم چې مونږ یې نیسو په حقیقت کې د هغه یو ولس څرنګوالای ښکاره کوي چې مونږ یې خپلو ماشومانو ته په میراث پریږدو.»

خو د امریکا د دغه نوي جاسوسي پروګرام سره د اوباما د پلویانو په منځ کې غوسه ډیره پراخه ده. د بوش د حکومت یو پخوانی ویاند، اری فلایشر د کنایې په توګه په دې اړه وویل: « اوباما په حقیقت کې د بوش د ریاست جمهورۍ څلورمه دوره پر مخ بیایي، حال دا چې ده پر بوش باندې د اساسي قانون د ماتوونکي په توګه تل نیوکې کولې.»

د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا د بې حسابه معلوماتو د راټولو پروګرام د «پتریوت د قانون» پر بنسټ چې جارج بوش د خپلې واکمنۍ په موده کې د سپتمبر د یوولسمې پیښې وروسته تصویب کړ، پلی کیږي. دغه قانون امریکایي چارواکو ته اجازه ورکوی چې مشکوک ترهګر تر څارنې لاندی ونیسي. کله چې اوباما سناتور وو، پر دغه قانون یې نیوکې کولې، خو د ولسمشر په توګه یې په ۲۰۱۱ کال کې دغه قانون پرته له کوم مخالفت څخه جاري وساته.