1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انترنېټ نړۍ

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

«هارون» د انټرنېټ په اړه سیالۍ کې سپینه پارچه ورکړه او له ټولګي راووت. دباندې یې له ټولګیوال «خالد» سره شور شو، چې ولې یې نقل ورنکړ!

https://p.dw.com/p/11dvM
آرشيف انځور
آرشيف انځور

خالد په سړه سینه ورته ووېل: «ته خو خپله ټوله ورځ په انټرنټ کلب کې وې، نو نقل له ما څه شي ته غواړې؟» هارون وشرمېد. غلی شو او ځوړ سر کورته ولاړ. چا ته یې حال ونه وایه. له موره یې په یوه او بله پلمه څه پیسې وشکولې او بیا په هماغه انټرنټ کلب ورننوت، څو د نجونو عکسونه وګوري، چټ وکړي او د بخت په سیالۍ کې خپل وخت تېر کړي.

هارون ساده پاده هلک و. فاطمه یې خور وه، چې ښوونځي کې یې زده کړه کوله. مور او پلار همدوی ته ناست وو، چې زده کړې وکړي او ښو ښو منصبونو ته ورسېږي.
هارون نه کمپیوټر پېژاند او نه انټرنټ. خالد د هغه پوه ملګری و. یوه ورځ خالد ورته کیسه وکړه، چې دومره شیان د دویچه ويله المان غږ راډیو د (واوره او زده کړه) له خپرونې زده کوي. نو هارون ووېل:

« د موږ خو راډیو مو خرابه شوې او د بلې پیسې نه لرو!»
«اکبر» چې د هارون بل ټولګیوال و، وویل: «په انټرنټ به یې واورو!»
هارون چې د انټرنټ په باب پوښتنه وکړه، خالد وویل:
«انټرنټ؛ خو د معلوماتو بوخڅۍ ده. د انټرنټ له لارې خبرې کولای شې، مطالعه کولای شې. پوهنتون لوستلای شې...خلک ان تجارت د انټرنټ له لارې کوي!»

خالد د انټرنټ په اړه لګیا و او د هارون ورته خوله وازه پاتې وه. بله ورځ هارون له کوره څه روپۍ له موره را پرې کړې او له اکبر سره په لومړۍ پلا انټرنټ کلپ ته ولاړ.
اکبر ته معلومه وه، چې هارون ساده شډل هلک دی. نو سمدواره یې د انټرنټ داسې سايټونه پرانستل چې د هارون سترګې د نجونو په پټو او بربنډو عکسونو ولګېږي. له دې سره هارون په مزو کې شو، د راډیویي خپرونې اورېدل یې پرځای پرېښول.

اکبر د چټ کړکۍ پرانسته او کله چې د یوې بهرنۍ نجلۍ له خوا د چټ په کړکۍ کې دا خبره چې:
«ته مې ډېر خوښېږې!» راڅرګنده شوه، نو هارون یې ورته پرېښود چې ځوابونه ورولیکي.
هارون ته یې خوند ورکړ. نور یې اکبر د کمپیوټر کیبورد ته نه پرېښود، په دې کې یې لاس سره واچاوه او کیبورد مات شو. د کلب خاوند دواړه راټینګ کړل چې دا تاوان پرې کړي، خو هارون کسمونه کول چې ټنګه ورسره نه ده پاتې. هغه راوړې پیسې د بخت په قمار کې بایللې وې. بس په زاریو یې ځان را خلاص کړ.
په دې شپه هارون ته خوب نه ورته. هماغه د انټرنټ سايټونه او عکسونه یې په ذهن کې ګرځېدل. په سبا دی و او هماغه انټرنټ کلپ، بیا د بخت لوبې ته کښېناست. غوښتل یې پرته له دې چې لاس کوم کارته وروړي، د انټرنټي قمار له لارې یې جیبونه له پېسو ډک شي. خو هغه پرله پسې بایلل.

له کوره د ډاکټر او درملو په نامه رااخستې پیسې یې هم ووهلې، ټولې لاړې او اوس یې غوښتل د کلب له مالک څخه پور وکړي. د هغه هم ورسره شور شو. کور کې یې هم فاطمه خور ورته متوجه شوه، چې دی سودایي شوی او ځان سره غږېږي. مور هم د هغه په کړو شکمنه شوه او بله ورځ یې په انټرنټ کلپ کې ګیر کړ. مور پوه شوه چې دومره مهال یې دروغ ورته ویلي، ښوونځي کې هم غیر حاضر شوی.
هارون له مور سره ځوړ غوږونه کورته راغی. په سبایې د انټرنټ کلب مالک د کور ور وروټکاوه او خپل پور یې وغوښت. مور یې ولاړه چې له ګاونډۍ ښځې پېسې را واخلي او دا پور پرې کړي.

دغو پېښو هارون ولړزاوه. او پوه شو چې انټرنټ یې ناوړه کارولی. کله یې چې د انټرنټ کلب څښتن ته د پور پېسې وروړې، هغه پوه شو، چې هارون نور خپل چلند سم کړی او له دې وروسته انټرنټ کې عبث کارونه نه کوي، نو پېسې یې ترې وانه خستې. هارون هم ژمنه وکړه چې انټرنټ به یوازې د معلوماتو زیاتولو لپاره کاروي.

کور ته خوشاله راستون شو. پېسې یې بېرته مور ته ونیوې. مور په غېږ کې ونیو، ویې نازاوه او دې سره فاطمه راغله او هارون یې بوته چې مور ور ته څه شی اخستی؟ هارون نوی باېسکېل ولید او په لومړي ځل و، چې ډېر خوشاله شو. دا باېسکیل مور ورته د هغه لخوا د خپل چلند بدلولو په بدل کې اخستل شوی و.
نور نو هارون هوډ درلود چې زده کړې او ښوونځي ته به ځان نیسي. دې وخت کې فاطمې ورته وویل:
«ځه چې انټرنټ کلب ته لاړ شو!»

هغې ته یې ښوونکي کورنی کار ورکړی و چې د کندهار په اړه معلومات را ټول کړي. هارون ورته وویل:
«لاړ به شو. ته به د کندهار په باب لټون وکړې او زه به هم د واوره او زده کړه خپرونه واورم.»

ليکونکی: انور وفا سمندر

کتونکی: نسيم صابر