1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د انتر کانتینیتل هوټل په برید کې څلور امریکایان هم وژل شوي

۱۳۹۶ بهمن ۵, پنجشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د کابل پر انتر کانتینیتل هوټل باندې د شنبې ورځې په برید کې څلور امریکایان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2rTmW
Afghanistan Angriff auf Intercontinental Hotel in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نویرت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «موږ دا تائیدوو چې [د هوټل په برید] کې څلور امریکایان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي. موږ د وژل شویو [امریکایانو] کورنیو او د هغوی ملګرو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتونکي یو.»

د سیلیګ ملټیمیدیا په نامه د یوه شرکت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ګلین سیلیګ، چې د ولسمشر ترمپ د کمپاین د سلاکار ریک ګیټس ویاند وو، د هغو امریکایانو په ډله کې دی چې د کابل هوټل په برید کې وژل شوی.

پر ریک ګیتس باندې د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنو په تړاو د ځانګړي څیړونکي رابرت مولر، له خوا تورونه هم لګول شوي دي.

سیلیګ ملټیمیډیا همدا راز ویلي چې: «ګلین په کابل کې د بریا پر داسې یوې احتمالي موضوع باندې کار وه چې په افغانستان او د افراطیت پر ضد جګړې کې یې پرمختګونه ښکیل ول. د هغه تمرکز د [افغانستان] پر نوي ولسمشر او د افغان میرمنو له پاره د دموکراسۍ په تړاو د یوه فورم یا بحث د غوندې جوړول وو.»

په کابل کې د شنبې په شپه پر انترکانتیننتل هوټل باندې برید وشو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول. په وژل شوو کسانو کې اوه اوکراینې اتباع او یو آلمانۍ شامل دي. طالبانو په ۲۰۱۱م کال کې هم پر همدې هوټل برید کړی وو. د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د د دې برید مسوولیت منلی دی.

زموږ له آرشیف څخه: