1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انرژۍ انتقال د افغانستان له پاره لوی فرصت

حسين سيرت / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ آذر ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د انرژۍ د تامین تر عنوان لاندي په جوړ شوي کنفرانس کې ټینګار وکړ چې دغه هیواد کولای شي له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د انرژۍ د انتقال په برخه کې د یو پول رول ولوبوي.

https://p.dw.com/p/1ASsl
انځور: DW/H. Sirat

په داسی حال کې چې د سویلي آسیا هیوادونه انرژۍ ته ډیره سخته اړتيا لري د مرکزي آسیا هیوادونه بیا د بریښنا، نفتو او ګازو د ډیرو غني زیرمو درلودونکي دي. دا په کابل کي د انرژۍ د تامين تر عنوان لاندي د جوړ سوي کنفرانس مهمه موضوع وه. د ایران، پاکستان او مرکزي آسیا هیوادونو سفیرانو هم په دغه کنفرانس کې ګډون درلود او هر یو په خپل وار سره خپل نظریات وړاندي کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر ډاکټر فرامرز تمنا د چهارشنبې په ورځ په دغه کنفرانس کې وویل: «افغانستان د انرژۍ د تأمین په برخه کې له څو اړخونو د اهمیت وړ دی. له یوې خوا دغه هيواد په سیمه کې د انرژۍ ټول تولیدونکي او مصرفونکي سره وصلولای سي، له بلې خوا زموږ راتلونکي نسلونه انرژۍ ته اړتیا لري او موږ باید د انرژي له اصلي ظرفیتونو څخه ګټه واخلو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوري چارواکي وايي چې دغه هیواد باید د انرژۍ د انتقال او تراسپورت په برخه کې خپل ترانزیتي وړتیا ته وده ورکړي. څو د سیمي هیوادونه د انرژۍ د حفاظت او خپلو ترانزیتي اړتیاو په موخه د دې پرځای چې بحران رامنځ ته کړي، په دغه هیواد کې د امنیت په هکله فکر وکړي.

Afghanistan Konferenz über Sicherheit und Energie in der Region
انځور: DW/H. Sirat

تمنا زياته کړه: «موږ باید له خپل ترانزیتي رول څخه په سیمه کې د اقتصادي امنیت د محور په توگه ګټه واخلو. په داسي توگه چې د سیمه ییزو هیوادونو ګټې په اقتصادي توګه په انرژۍ پورې اړوند یو له بل سره داسي غوټه شي چې په افغانستان کې نا امني د دغو هیوادونو په اقتصادي زیان تمامه شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسوولینو په اند د انرژۍ د تامین مسله په هغه پوهي او تجربو پوري تړلې ده چې وکولای شي افغانستان د نورو هیوادونو د کارپوهانو له وابستګۍ وژغوري.«له پوهې او ټکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کي موږ ونه سوای کولای چي بریالي شو. دا له نړیوالي ټولنې سره د افغانستان د همکاریو مخې ته یو لوی خنډ وو. په ځانګړي توګه په هیواد کې د کانونو د را ایستلو او انرژۍ د تولید په هکله او د همکاریو د جذبولو په برخه کې.»

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د انرژۍ موضوع باید د افغانستان د بهرني سیاست یوه مهمه برخه وګرځي. د دغو چارواکو په خبره په تیرو وختونو کې افغانستان له دغه فرصت څخه استفاده نه ده کړې.

د کنفرانس په جريان کي نړیوالو اقتصادي سازمانونو او ادارو په سیمه کې د انرژۍ ارزښت ته اشاره وکړه. د آسیا د پراختیايي بانک استازي وویل چې دغه بانک د انرژۍ د انتقال په برخه کې تر اوسه پوري ۹۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده. د آسیا د پرمختیايي بانک استازي جوی توکاشي، په دغه کنفرانس کې وویل: «د آسیا پراختیايي بانک د داسې یو پروګرام له پاره تیاری نیسي چې پر اساس به يي د سیمي د هیوادونو د انرژۍ سکتورونه تقویه شي. دغه پانګونه تر ۲۰۱۴ کاله پورې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.»

د نړیوال بانک استازي وویل چې دغه پيسې به د بریښنا او ګازو د توزیع په برخو کې ولګول شي. ښاغلي توکاشي وویل چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت دا ایجابوي چي دغه هیواد د انرژۍ په یوې ترانزیتي حوزې بدل شي. د افغان چارواکو په خبره دغه هیواد باید د انرژۍ د انتقال او سوداګرۍ په برخو کې د مرکزې او سویلي آسیا، ختیځ او منځني ختیځ هیوادونو تر منځ د یو ځمکني پول په توګه خپل اصلي رول ولوبوي.