1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني قاچاق پيښې او د چینایانو د سخت څارلو غوښتنه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

له پاکستاني نجونو سره ودونه کول او بیا «جنسي غلامۍ ته» د اړ ایستلو په هکله خبرونو په پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولي دي. د چینایانو له پاره یوازې د ویزې سختولو نه، بلکې د هغوی د سخت څار غوښتنه هم کیږي.

https://p.dw.com/p/3IULf
Pakistan China Heirat chinesischer Ehemann China
انځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

انتقاد کوونکي په دې آندې دي چې پاکستان باید په ټوله کې د چینایي وګړو په هکله په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي، څو په راتلونکې کې د دغه ډول پيښو مخه ونیول شي. د یادولو وړ ده چې د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې (اف آی اې) په وروستیو ورځو کې ځيني چینایان او د هغوی ځایي ایجنټان نیولي دي.

پر هغوی باندې تور دی چې له پاکستانۍ نجونو سره به یې تر جعلي ودونو وروسته چین ته بیولې او هلته به یې «بدلمنۍ» ته اړ ایستلې. ویل شوي دي چې دغو نجونو ته به د هغوی «د بدن غړو د پلورولو» ګواښونه هم کیدل.

د انساني قاچاق دغه خبر د پاکستان یو شمیر کړۍ په غوسه کړي دي او د هغوی په آند چینایي وګړو ته «آزادي ورکول» د دې سبب شوی دی. یو شمیر حلقې بیا د پاکستان د حکومت له لوري چینایانو ته د ویزې د کړنلارې له کبله سخت ناراضه دي او غوښتنه کوي چې حکومت تر دغو پيښو وروسته پر خپلې پالیسۍ تجدید نظر وکړي.

د پاکستان د سنا مجلس غړی او د نیشنل پارټی، مشر سناتور محمد اکرم بلوچ د دویچه ویله د اردو څانګې له خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې نه یوازې باید د ویزې په کړنلاره کې بدلون راشي بلکې پاکستان د چینایي وګړو په هکله خپله ټوله پالیسي بدله کړي.

هغه زیاتوي: «داسې ښکاري چې پر هغوی باندې هیڅ کنترول نه شته. هغوی چې هر چیرې وغواړي ګرځیدای شي. کومو پاکستاني نارینه وو چې له مسلمانو چینایي ښځو سره ودونه کړي دي، پيکینګ پرې بیلابیل بندیزونه لګولي دي. خو دلته چینایان آزاد ګرځي. څوک ترې پوښتنه نه کوي. آن تر دې پورې چې په پارلمان کې هم پر دغه موضوع بحث نه کیږي.»

که څه هم اف آی اې، چینایي وګړي نیولي او دوسیې ورته جوړې شوي خو یو شمیر کړۍ بیا وایي چې د پیکینګ او اسلام آباد اړیکو د نزدیوالي له کبله دغو خلکو ته د سزا ورکولو امکانات ډیر کم دي. اکرم بلوچ هم له دې اندیښنې سره هم نظره بریښي: «په تیرو وختونو کې یو شمیر بهرنیان د جرمونو د مرتکب کیدو وروسته پریښول شول، نو دا خو بیا لا چینایان دي. دوی ته به سزا ورکول ګران وي او که چیرته په سزا محکوم هم شي نو زما په آند هغوی به وبخښل شي. خو زما خپل نظر دا دی چې حکومت د کوم ډار او فشار پرته د جرمونو مرتکب شوو کسانو ته سزا ورکړي.»

ځینې انتقاد کوونکي بیا په دې نظر دي چې دغه پيښې د هغه لوی توپان په لور اشاره ده، چې پر چينایي وګړو د بندیزونو د نه لګیدو په صورت کې راتلی شي. د ګلګت بلتستان قانون جوړونکي پارلمان، غړی نواز ناجي وایي چې تر دغو پيښو وروسته په نورو چارو کې هم د چینایي وګړو د مداخلې په هکله فکر په کار دی: «زما معلومات دا دي چې هغوی په ګلګت بلتستان کې له ځایي کسانو سره په ګډه غرونه او ځمکې رانیسي. او کوم خلک چې دغه ناسم کارونه په ګوته کوي، زموږ دولت یې خاین بولي. زه وایم یوازې د ویزې پر کړنلاره باید تجدید نظر و نه شي، بلکې موږ د چینایي وګړو په ټولو حرکاتو نظر ولرو. ولي راځي؟ چیرې پاتې کیږي؟ څه ډول کاروبار کوي؟ او کوم ځایی خلک ورسره دي.»

د آزادې ویزې د کړنلارې په هکله اندیښنې هم ځینې چارواکي سمې انګیري. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه افسر د دویچه ویله د اردو څانګې خبریال ته ویلي: «په تیرو اوو کلونو کې تر ټولو زیاتې ویزې چینایانو او افغانانو ته ورکړل شوي دي. افغانان خو په پاکستان کې ډیر خپلوان لري، خو په دومره ډیر شمیر کې د چینایانو راتګ حیرانونکی دی. زما په آند د آزادې ویزې پالیسي هم په دومره لوی شمیر کې پاکستان ته د خلکو د راتګ یوه وجه ده.»

په پاکستان کې یو شمیر سوداګر هم دا ګیله کوي چې چین پاکستاني سوداګرو ته هغه سهولتونه نه ورکوي، کوم چینایي سوداګر دلته ترلاسه کوي.

عبدالستار، اسلام آباد