انصارالدین ډله په تور نوملړ کې شامله شوه
۱۳۹۲ فروردین ۲, جمعه
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له دې اعلان سره چې د انصار الدین ډله په تور نوملړ کې شامله شوې ده، په متحده ایالاتو کې د دغې ډلې ټولې شتمنۍ کنګل شوي دي او پر ټولو امریکايي وګړو باندې بندیز لګول شوی دی چې نور له دې ډلې سره هیڅ ډول راکړه ورکړه و نه کړي. تر دې مخکې تیره میاشت واشنګټن د انصار الدین ډلې مشر اياد اغ غالي [په انځور کې ښول شوی کس]، یو ترهګر رهبر بللی وو.
غالي د ۲۰۱۱ کال په وروستیو میاشتو کې د انصار الدین ډلې بنسټ کیښود. د القاعدې المغرب شاخې د دغې ډلې ملاتړ کاوه. دغه ډله تیر کال په دې وتوانیده چې د مالي هیواد ډیرې شمالي برخې تر خپل کنترول لاندې راولي.
تر هغه وروسته بیا فرانسوي او افرایقايي ځواکونو له مالي سره مرسته وکړه او د دې ډلې پر ضد یې د مالي په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل. په دغه وخت کې په مغرب کې د القاعدې شاخې د انصارالدین ملاتړ کاوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په مغرب کې د القاعدې شاخې له انصارالدین سره د اګولهوک، تیسالیت، کیدال، ګاو او تمبکتو ښارونو په نیولو کې مرسته کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انصارالدین له خوا یو شمیر بریدونو ته په اشاره کولو سره زیاته کړې ده: «د ۲۰۱۳ کال په جنوري میاشت کې په مالي کې د فرانسې تر [پوځي] مداخلې مخکې د مالي هیواد هغه اوسیدونکي چې د انصارالدين ډلې تر کنترول لاندې ښارونو کې یې ژوند کاوه او د دې ډلې قوانین یې نه منل له ربړونې او وژنې سره مخامخ ول.»
د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۴۰۰۰ فرانسوي ځواکونه په مالي کې د انصارالدین ډلې پر ضد په پوځي عملیاتو بوخت دي. دغه ډله اوس د مالي او الجزایرو تر منځ په غرنۍ سیمه کې د فرانسوي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.
په دوو برخو د انصارالدین ډلې احتمالي ویشل کیدل
د جنوري میاشتې په وروستیو ورځو کې د انصارالدین ډلې تر منځ د ویش امکان رامنځ ته شو. په داسې حال کې چې هغه وخت فرانسوي او افریقایي ځواکونه د انصارالدين ډلې پر ضد په جګړه بوخت ول، د دغې ډلې یو شمیر غړو اعلان وکړ چې د شخړې د سوله ییزې پای ته رسیدو پلویان دي.
هغه وخت د فرانسې RFI نومې راډیو خبر ورکړی وو چې د انصارالدین پخواني مشر الغباس اغ انتالا، د یوې نوې ډلې د جوړولو وړاندیز کړی وو چې په کې یوازې د مالي هیواد وګړو ګډون لاره. انتالا هغه وخت ویلي وو چې دغه ډله غواړي د خبرو له لارې خپلې شخړې حل کړي او د هر ډول ترهګري او افراطیت پر وړاندې مبارزه کوي.
له مالي څخه د آلمان ملاتړ
د روانې اوونۍ په پیل کې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، مالي ته سفر وکړ. پلان شوې ده چې آلماني سرتیري به په نزدې راتلونکې کې مالي ته ورسیږي او د دې هیواد د پوځ په روزنه کې مرسته وکړي. په دې ترڅ کې به ۳۳۰ آلمان سرتیري د مالي هیواد پوځیان وروځي. پر دې سربیره به آلمان له مالي سره خپلو لوجیستیکي مرستو ته هم دوام ورکړي.
دیمزیر مالي ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې آلمان به د اړتیا تر وخت پورې له دې هیواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.