1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انګلستان برخه لیک په راتلونکي لوبي پوری تړلی

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

د ښځینه فټبال نړيوالي اتلولۍ خپلو حساسو لوبو ته د نږدی کیدو په حال کي ده. د دغو لوبو په ترڅ کي پرون «یکشنبه» برازیل د ناروي څخه لوبه وګټله او استرالیا د اکواتوریال په وړاندي بریالی شوه

https://p.dw.com/p/11onX
د برازیل او او ناروی تر منځ لوبه
د برازیل او او ناروی تر منځ لوبهانځور: picture-alliance/dpa

د ناروي په وړاندي لوبي کي برازیل وتوانید چي د دري ګولونو په وهلو سره د میدان بریالۍ لوبدله شي او په دي ترتیب سره نو د ښځینه فټبال د نړیوالو اتلولیو په اته غوره تیمونو کي ځای ونیسي.

استرالیایي لوبډلي هم وشو کولي چي د دریو ګولو په وهلو سره خپلي افریقایي حریفي لوبډلي ته ماتي ورکړي.

د ناروي په وړاندي لوبي کي برازیل وتوانید چي دري ګولونه ووهی
د ناروي په وړاندي لوبي کي برازیل وتوانید چي دري ګولونه ووهیانځور: picture alliance / dpa

استرالیا ته د دغي لوبي ګټل کوم اسانه کار نه وه، ځکه چي دغي لوبدلي په همدي لوبي کي دوه ګوله وخوړل.

د ښځینه فټبال د نړیوالو اتلولیو په ترڅ کي به سبا انګلستان د جاپان او نوي زیلاند د مکسیکو په وړاندي لوبي ترسره کړي.

د جاپان او انګلستان د لوبي پایله که هر څه وي چاپان د ښځینه فتبال د نړیوالو اتلولیو اته غوره ټیمونو ته لاره پیدا کړي، خو که انګلستان غواړي په دغي ډلي کي ځای خپل کړي نو جاپان سره په خپلی لوبي کي باید یا خو بریالۍ شي او یا هم لوبه د مساوی په پایلی سره پاي ته ورسوي.

استرالیا ته د لوبي ګټل اسانه نه وه
استرالیا ته د لوبي ګټل اسانه نه وهانځور: dapd

د جاپان د لوبډلي روزونکي وایي چي لوبډله به یي د انګلستان په وړاندي ښه لوبه تر سره کړي او دغي لوبډلي ته به ماتي ورکړي.

د انګلستان لپاره په راتلونکي لوبي کي یوه ښه پایله لږ تر لږه په دغي لوبي کي د مساوی پایلي تر لاسه کول دي. د انګلستان د لوبډلي روزونکی وایی چی لوبډله به یي دغه سخته لوبه ډیر ښه ولوبوي او د نړیوال جام اته غوره ټیمونو ته به لاره پیدا کړي.

آن که انګلستان جاپان ته خپله لوبه وبایلي نو بیا هم داسي چانس لري چي اته غوره ټیمونو ته لاره پیدا کړي او هغه په دي ډول چي که مکسیکو نوي زیلاند ته لوبه وبایلي.

د انګلستان د لوبډلي لوبغاړي او چارواکی دا خبره مني چي جاپان يو پیاوړی حریف دی خو د دغي ډلي روزونکی وایي چي د ده لوبډله به خپل ټول کوښښ وکړی چی اته غوره تیمونو ته لاره پیدا کړي.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل