1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انگلا مير کل پيژندنه

محمد قاسم نوري (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

په لومړي سر کي ډیر کسان پر دې خبره سره یو ول، چي انګيلا ميرکل یوه سياستواله نه سي کیدلای. بې آرایشه «سپېره» مخ، بې موډه وېښتان لري. خو له هغه راهیسي دا دریم وار دی چي هغه د غه مقام ته ځان کاندیدوي.

https://p.dw.com/p/19c3C
Von Endfrisur und Apricotblazer - Angela Merkels Outfitwandel: (v.l. oben 1995, 2001 nicht im Bild) und unten 2004 und 2005 (Bildkombo). Fotos: dpa +++(c) dpa - Report+++, Von ´Endfrisurª und Apricotblazer - Angela Merkels Outfitwandel: v.l. oben 1995, 2001 und unten 2004 und 2005 (Bildkombo). Fotos: dpa +++(c) dpa - Report+++.CDU; .Haarmode; .Personen; .Politik; Frisur; l‰cheln; neutral; "Christlich_Demokratische_Union CDU CDU"; Conservative; hair_styling; hairdo; hairdressing; hairstyle; neutral; People; POL; politics; smile; smiling
Bildkombo Von Endfrisur und Apricotblazer Angela Merkels Outfitwandel IIانځور: picture-alliance/dpa

سړی نسي کولای ووايي چي انګيلا ميرکل په یوه ارام وخت کي حکومت کوي. په جون میاشت کي نژدې وو، چي دا په سانت پیترسبورګ کي له سیاسي لحاظه شاته ټیله سوې وای. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخوانۍ موافقې پر خلاف غوښتل، له دې څخه د «غلا سوو هنري اثارو» د نندارتون د پرانیستني د وینا کولو حق واخلي: یو سپکاوی. میرکل یې په وړاندي په روسیه کي د خپل سفر د رالنډولو ګواښ وکړ او په دې ترتیب یې پوتین ته د شطرنج په اصطلاح مات ورکړ. دا د میرکل د سیاسي قمار د وړتیا ښکاره کولو په لار کي یو بریالیتوب وو.

د بریالیتوب راز: چوپ پاتیدل د اوضاع څارل او وروسته معامله کول

انګيلا ميرکل د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې – NSA په موضوع کي بل ډول وړتیا ښکاره کړه. دا کارهم په داخل او هم دباندي د دې په وړاندی یو لوی چلنيج وو. د حیرانتیا خبره دا وه چي په ځانګړي ډول امریکايي متحد، خپل ملګری آلمان په پرله پسې ډول څاري.

آلمانۍ استخباراتي ادارې BND هم په دې کار کي له هغوی سره مرسته کوله. ميرکل لومړی په دې اړه چوپه پاته سوه او وروسته یې د خپل ویاند په واسطه د دغه عمل په وړاندی کرکه څرګنده کړه.

تاریخ پوه ایدګار ولف راوم د ميرکل په اړه وايي چي «دا د ټولو شخړه يیزو او جنجالي موضوعګانو له پاره د حل لاره پیدا کوي.»

ميرکل پر شخړه يیزو موضوعګانو بحثونه کوي او بیا وروسته د اکثریت نظرونو سره یو ځای کیږي: یوه سیاسي وړتیا چي هم یې د احترام او هم یې د مخالفت سبب ګرځي.

خو د انګيلا ميرکل اصلي قوت په اروپايي کچه ښه څرګندیږي. د ۲۰۰۸کال راهیسي ميرکل ته د کړکېچنوحالاتو د منیجرۍ یا کارپوهۍ په سترګه کتل کیږي. له هغه را وروسته چي یونان له اقتصادي لحاضه ضعیفه سو، میرکل هڅه وکړه چي یورو وژغوري.

که څه هم په آتن او د سویلي اروپا په نورو هيوادونو کي د هغې په هکله ښه نظر نه سته، خو بیا یې د یورو د سیاست په اړه نړیوال رضایت موجود دی.

د ميرکل په اړه شمیرې، اطلاعات او حقایق

سړی باید ميرکل وپیژني ترڅو پوه سي، چي دا څوک وه او څرنګه دا سیاست واله سوه: د دوهمي نړیوالي جګړې څخه راوروسته د بل هیڅ آلماني سیاست وال په اړه دومره لږ اټکلونه نه وه سوي، لکه د ختيځ آلمان د یوه عیسوی راهب د لور په باب. هغې د خپلي لومړۍ راڅرګندوني په وینا کي غیر مناسبي جملې وویلې او د خپل پروګرام په اړه یې هم پوره معلومات ورنه کړل.

دا ډیر څه نه وايي، بلکي عمل کوي

ژورناليست یاکولاین بویسن هغه وخت چي لا انګيلا ميرکل حکومت نه کاوه، د دې په ژوند لیک کي لیکلي ول، چي «طبعاًميرکل یوه مفکوره ورکوونکې نه ده، دا د اطلاعاتو، حقایقو او شمیر پر اساس تصمیم نیسي.»

بویسن زیاتوي، کله چي دا د یوې موضوع له پاره پوره او عاقلانه دلایل واوري، نو بیا د هغې موضوع له پاره په جدیت سره کار کوي. د بیلګي په توګه د جاپان د فوکوشیما تر اټومي فاجعې وروسته، ميرکل په آلمان کي د اټومي انرژۍ څخه د راکښته کیدو له پاره مبارزه پیل کړه.

دا کار په خلکو کي د دې محبوبیت راکم نه کړ، بلکي لا یې زیات کړ. نور نو هغې ته د پخواني لومړی وزیر «هلموت کول د لور» لقب نه، بلکي د«مور» لقب ورکول کیږي.