1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انگلستان د بهرنيو چارو پخواني وزير: انگريزي عسکر بايد له افغانستان څخه راوايستل شي

۱۳۸۸ آبان ۱۳, چهارشنبه

لندن: په انگستان کې د بهرنيو چارو يوه پخواني وزير نن چهارشنبه ويلي دي، چې هغه هېواد بايد خپل عسکر له افغانستان څخه راوباسي.

https://p.dw.com/p/KO5D
په افغانستان کې د انګليسي عسکرو د مړينې په خاطر نور عسکر د خواشينۍ لاريون کوي
په افغانستان کې د انګليسي عسکرو د مړينې په خاطر نور عسکر د خواشينۍ لاريون کويانځور: AP

له کارگر گوند څخه د پارلمان وکيل کيم هاويلزKim Howells په ډاگه کړې، چې له دې کار سره په ملياردو پونډه سپمېدلی او له القاعدې څخه د انگلستان د پولو په ساتنه کې لگېدلی شي.

هاويلز دا غوښتنه هم کړې، چې بايد په بهر کې د انگلستان استخباراتي فعاليتونه پياوړي او له بهرنيو استخباراتي څانگو سره گډکار پراخه شي.

نوموړی له ٢٠٠٥ ميلادي کاله تر ٢٠٠٨ ميلادي کاله پورې د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان د چارو مسئول وو. اوس په پارلمان کې د استخباراتي چارو د جرگه گۍ مشر دئ، کومه چې په بهر کې د انگريزي جاسوسانو او امنيتي اجنټانو فعاليتونه څاري.

محمد عارف
کتونکی: يحيی وردک