1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما اداره: واټربورډينګ شکنجه ده او که نه؟

۱۳۸۷ بهمن ۲۵, جمعه

واټربوردينګ د امريکا په متحده ايالاتوکي له بنديانو څخه د اقرار اخيستلو له پاره يوه ډيره ناوړه طريقه ده چي د بوش د حکومت په وخت کي ډير کار ځيني اخيستل کيدی.

https://p.dw.com/p/GtW0
د واټربورډينګ د شکنجې يوه بېلګه چي په واشنګټن کي د بشري حقوقو د سازمانونو د احتجاج په وخت کي نندارې ته وړاندي سوې وه
د واټربورډينګ د شکنجې يوه بېلګه چي په واشنګټن کي د بشري حقوقو د سازمانونو د احتجاج په وخت کي نندارې ته وړاندي سوې وهانځور: picture-alliance/ dpa

پدې شکنجه کي بندي ته داسي احساس پيدا کيږي چي ګواکي د ډوبيدو په حال کي دی. دوه کسه څارنوالان دسنا په مخکي دې ته حاضر نه وه چي واضح ووايي چي آيا واتر بوردينګ شکنجه ده اوکه نه .خو اوس چي دنوي جمهوررييس بارک اوباما دوره رارسيدلې ښکاره وايي چي واټربوردينګ او يا بنديانوته دغرقيدو د احساس پيدا کول شکنجه ده. دجنورۍ دمياشتي په 11 نېټه له بارک اوباما څخه دABC له تلويزيون سره دمرکې په ترڅکي پوښتنه وسوه چي آيا دی د واټر بوردينګ طريقه شکنجه ګڼي اوکنه؟ اوباما دې پوښتني ته ښکاره جواب ووايه. زما په نظر واټر بوردينګ شکنجه ده او زما د جمهوري رياست په وخت کي به څوک شکنجه نسي.

له هغه څخه درې ورځي وروسته د«واشنګټن پوست ورځپاڼي وليکل چي د يوې لوړي ماموري د وينا سره سم د بوش په وخت کي بنديان شکنجه کيدل او زياته کړې يې ده چي.موږ القطاني چي دسعودي عربستان دی کړاوه. امريکايان پدې عقيده دي چي د2001 کال په ګوزارونوکي دګوانتانامو بندي القطاني دشلم سړي په حيث په پامکيوو دي له څه دپاسه 7 کالو راهيسي په ګوانتاناموکي بندي دی اوشکنجه سوی دی.

دی خوب ته ندی پريښودل سوي، وهل ټکول سوی او په ډيره يخه کوټه کي اچول سوی دی. دی مجبوره ووچي بېخي بربنډ دښځينه اقرار اخيستونکو په مخکي و دريږي. دده په غاړه کي دسپيانو تناو اچول سوی او د سپيانو په شان کارونوکولوته مجبوره کړل سوی دی.

د امريکا د مشر بارک اوباما په مخ کي ډيري ستونزي پرتې دي چي په اسانی سره ځني وتل ډيره مشکله ده
د امريکا د مشر بارک اوباما په مخ کي ډيري ستونزي پرتې دي چي په اسانی سره ځني وتل ډيره مشکله دهانځور: AP

داچي څومره کسان کړول سوي معلومه نده خويوه خبره ښکاره ده چي دبوش حکومت دشکنجې داطريقې قانوني بللې. بوش پدې اړه ويله. زه دشکنجې اصطلاح پدې برخه کي بيخي ردوم هر څه چي موږ کړي دي د قانون په اساس سوي دي پرته له هغه موږ دا کار نه کاوه.

د بوش مرستيال دک چيني وايي:« موږ دواټر بورډينګ له طريقې څخه کاراخيسته دا د نورو بريدونو په وړاندي زموږ د هيواد دساتلو له پاره لازمه وه. داشکنجه نده. موږ څوک نه شکنجه کوو زه ددې له پاره چي چا به موږ له قاعدې او د تړونونو مکلفیت ټپي کړی وي کوم دليل نلرم.»

د سي آی ې پخوانی مشر مايکل آيدن ښکاره پر دې اقرارکړی دی چي لږ ترلږه پر درو بنديانو باندي د واټر بوردينګ طريقه تدبيق سوې ده. خو ده داشکنجه نه بلله خواوس پوښتنه داده چي ايا د اوباما حکومت به په يو ډول دحقيقت دموندلو په کمېسيون کي دشکنجو په هکله څېړني وکړي اوکه نه اوباما د خپلو مرکو په ترڅ کي پدې اړه ويلي دي.

«هيڅ څوک له قانون څخه پورته ندی خو په عيني وخت کي فکر کوم چي موږ بايد شاته نه، بلکي مخ ته وګورو.»