1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما او رامني لومړۍ تلويزيوني مناظره

۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو په مبارزه کي دواړه نوماندان، بارک اوباما او میت رامني د پنجشنبې په شپه د لومړي ځل له پاره په ژوندۍ تلویزیوني مناظره کي راښکاره سول.

https://p.dw.com/p/16JZ8
انځور: Reuters

دې مناظرې۹۰ دقیقې دوام وکړ او دواړو نوماندانو پکښې له خپلو سیاستونو څخه دفاع او د خپل سیال پر سیاستونو نیوکې وکړې. رامني پر اوباما باندي ډیري نیوکي وکړې.

په دې مناظره کې اوباما اصلاً هغو موضوعگانو ته اشاره و نه کړه چې په کمپاین کې ئې د رامني پر ضد کارولي دي. اوباما د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:

«څلور کاله دمخه، چې زه پر دې ستیج باندي ودریدم ما وویل چې پر منځني عاید لرونکو کورنیو به مالیات را کم کړم. او دا دقیقاً هغه څه ول چې ما وکړل. موږ پر متوسط عاید لرونکو کرونیو باندي څه نا څه ۳۶۰۰ ډالره مالیات را کم کړل. زه فکر کوم چې زموږ کارونه به هغه وخت سم وي چې د منځني عاید لرونکي کورنۍ په ښه وضعیت کي وي.»

اوباما زیاته کړه چې په دې کار سره اوس دغه کورنۍ د پخوا په پرتله له ځان سره ډیري نغدي پېسې لري او په دې ترتیب کولای شي چې د بېلګې په توګه د ځان له پاره یو نوی موټر واخلي.

TV Duell Barak Obama Mitt Romney Denver USA
انځور: Reuters

اوباما ډیر وخت د خپلو سیاستونو په اړه خبري وکړې او پر رامني ئې ډیري نیوکې و نه کړې. خو ښايي رامني یوازي د دې له پاره دې مناظرې ته راغلی وو، چې خپل سیاستونه د اوباما له سیاستونو سره پرتله کړي او پرهغه باندي نیوکي وکړي.

رامني په خپلو خبرو کي وویل، چې په تیرو څلورو کلونو کې د متحده ایالاتو په اړه اندیښه لري:

«دا ډیري مهمي ټاکني دي او زه د امریکا په اړه اندیښنه لرم. دا چې امریکا په تیرو څلورو کلونو کې پر کم لور روانه ده، زه ئې په اړه اندیښمن یم. دا ټاکني تر زموږ دوو تنو او رای ورکوونکو استازو لويي دي. دغه ټاکنې د دې له پاره دي چې تاسو غواړي امریکا پر کوم لور حرکت وکړي. دا ټاکني د دې له پاره دي چې تاسو د خپل ځان او خپلو ماشومانو له پاره څه ډول امریکا غواړئ.»

رامني ټینگار وکړ، چې هغه او نوماند سیال ئې غواړي امریکا پر دوو بېلابېلو لارو روانه کړي. هغه د اوباما پر اقتصادي سیاستونو باندي نیوکي وکړې او وئې ويل چې که هغه یو ځل بیا وټاکل شي نو د منځني عاید لروونکو کورونیو عاید به راکم شي او بيي به لوړي شي. رومنې زیاته کړه، چې که اوباما د امریکا ولسمشر شي نو په دې هیواد کې به بیکاري ډیره شي.

دا په داسې حال کې ده چې پخپله رومنې وایي، د ولسمشر کیدو په صورت کې به ۱۲میلیونه کسانو ته نوي دندې برابري کړي او د هغوی د عاید کچه به لوړه کړي. رامني د اوباما د روغتیا د بیمې پر سیاست باندي هم نیوکې وکړې او وئې یل چې که هغه وټاکل شي نو دغه سیستم به له منځه یوسي.

TV Duell Barak Obama Mitt Romney Denver USA
انځور: Reuters

د نورو برخو تر څنگ، رامني د اوباما پر پوځي سیاست باندي هم نیوکه وکړه. هغه ویویل:

«که ولسمشر بیا وټاکل شي نو تاسو به په پوځي برخه کې د بودجې د کمیدو شاهدان و اوسئ... که زه د امریکا ولسمشر شم، نو زه به له پوځ سره خپله ژمنه راکمه نه کړم. زه به امریکا پیاوړې وساتم او د امریکا د منځنۍ کچي عاید لرونکې به بیا په کار وگومارم.»

په مناظره کې پر دغو موضوعگانو سربیره نور ډیر بحثونه هم وشول. که څه هم اوباما په دې مناظره کې د رامني په پرتله ډیري خبري وکړې خو یو شمیر کارپوهان وایي، دا چې رامني د اوباما پر سیاستونو باندي ډیرې نیوکې وکړې، کېدای شي هغه د دې مناظرې گټونکی وي.

خو اصلي کار لا په مخکي دئ. دواړه نوماندان باید بیا هم مناظرې سره وکړي او خپل سیاستونه امریکایي رای ورکوونکو ته تشریح کړي، چي د ټاکنو په ورځ د هغوی رایې وگټي. په متحده  ایالاتو کي د روان کال د نومبر د میاشتي پر شپږمه نیټه باندي د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.

مسعود جهش (دویچه ویله، رویترز، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی نجیب الله زیارمل