1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما او ميک کين تر منځ وروستۍ ټلويزيوني مباحثه

۱۳۸۷ مهر ۲۵, پنجشنبه

د نورو دوو وروستيو ټلويزيوني جروبحثو پر خلاف دا پلا د امريکا جمهوري رياست دواړوکانديدانو يود بل په مقابل کي د شديد لحن څخه استفاده وکړه.

https://p.dw.com/p/FbBl
انځور: AP

د جمهوريت غوښتونکو کانديد جان ميک کين پر ديموکراټ بارک اوباما باندي تور ولګاوه، چه غواړي د کوچنيو شرکتو څخه هم ماليه واخلي، خو خپله به دا کار ونکي.

اوباما بيا د ميک کين پر دې نيت باندي انتقاد وکۍ، چه غواړي ټول عمومي دولتي مصارفات بند کي، او تور يې پر ولګاوه چه دی غواړي د جمهور ريس بوش اقتصادی او مالي سياست ته ادامه ورکي. جان ميک کين په جواب کي ورته وويل:

« سناتور اوباما، زه جمهور ريس بوش نه يم. که ته د جمهور ريس بوش په مقابل کي ځان کانديدوې، نو تا بايد دغه کار څلور کاله مخکی لا کړی وای.»

خو اوباما ورته په جواب کي وويل چه زه چه دغه خبره اکثرأ غلطه وم، نو دليل يې دا دی چه تا د جمهور ريس بوش د اقتصادی–مالي سياست لپاره کار کاوه او د هغه ملاتړکونکی وې.

McCain Obama Fernsehduell USA Wahlkampf Symbolbild
انځور: AP

دواړو کانديدانو د سختي انتخاباتي مبارزې پر سر يو پر بل انتقادونه وکړه، او ويې ويل چه د منفي انتخاباتي ميتودو څخه کار اخلي. دا پلا د بارک اوباما او د ويتنام د جنګ د مخاف ويليم آيرز پر سر هم خبري وسوې.

په دغه ټلويزيوني مباحثه کي اوباما وکولای سول چه د جان ميک کين اکثريت حملو ته ښه جواب ووايي، او وويې ويل چه امريکايان غواړي،تر څوپر اصلي موضوعګانو باندي خبري وشي.

د داخلي سیاست په باب د دوی دواړو نظرونه نور هم واضح سول. پدې ډول چه مثلأ جان ميک کين د کوچني د ليري کولو، او اوباما د هغه دپاره ؤ. ميک کين د آزاد تجارت او اوباما غوښتل چه هغه محدود کي. جان ميک کين غوښتل چه د صحي بيمې په خاطر يو څه ماليات معاف کي، اوباما بيا غوښتل چه صحي بيمه جبري کي.

دواړه بيا پر دې خبره سره يو وه، چه د امريکا تعليمي سيسټم بايد نور هم سم سي، خو د هغه د عملي کيدو پر سر د دواړو تر منځ اختلاف موجود ؤ.