1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما او پوتین تر منځ واټڼ

مسعود جهش (dpa, rtr, afp)۱۳۹۲ شهریور ۱۴, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ په پیترزبورگ کې د G20 هیوادونو غونډه کیږي. د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ولسمشران هم په دې غونډه کې گډون کوي. دغه دواړه مشران د سورې په اړه له یو بل سره اختلاف لري او د جگړې د بیلو اړخونو ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/19cJl
انځور: Reuters

نړیوال مشران به د G20 په دوه ورځني کنفرانس کې پر اقتصادي ستونزو خبرې وکړې او د هغوی د له منځه وړلو له پاره به لارې چارې ولټوي. د دغې غونډې د اجندا په سر کې پر بانکونو باندې لا ډیر کنترول، د مالیاتو د تېښتې مخنوي او د ودې د یوې پالیسۍ رامنځ ته کول ځای لري. خو ښايي د G20 غونډه د سوریې د کړکیچ په اړه د بحثونو تر سیوري لاندې راشي.

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین، د دغې غونډې کوربه دی او د هغه تر ټولو مهم میلمه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په داسې حال کې دې غونډې ته روان دی چې پر سوریې باندې د یوه احتمالي «محدود پوځي برید» له پاره چمتوالی نیسي. تر دې مخکې اوباما ویلي وو چې د کانګرس د مثبتې رایې په صورت کې به پر سوریې باندې «محدود پوځي برید» وکړي. د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمیتې پر سوریې باندې دغه شان یوه برید ته مثبته رایه ورکړې وه. له دې سره نو د دې چانس چې د امریکا کانګریس به هم دغه شان یو برید تایید کړي ډیر شوی دی.

پر سوریې باندې هغه وخت د پوځي برید خبرې تودې شوې چې د اګست د میاشتې پر ۲۱ نیټه د دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلو یو احتمالي برید وشو. امریکا متحده ایالات ادعا کوي چې دغه برید د اسد د رژیم له خوا ترسره شوی دی خو اسد بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د هیواد پاڅونکوونکو یې د بهرنیو هیوادونو په مرسته په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارولې دي.

که د امریکا کانګرس پر سوریې باندې له یوه امریکايي برید سره موافقه وکړي نو د وړاندې شوې مسودې له مخې به امریکايي ځواکونه د ۶۰ ورځو له پاره پر سوریې د برید کولو اجازه ولري. د دغې مودې تر پای ته رسیدو وروسته کیدای شي اوباما د ۳۰ نورو ورځو له پاره د دغو عملیاتو د غځولو غوښتنه هم وکړي. پر سوریې باندې د «محدود برید» په پلان کې دغه هیواد ته د امریکايي سرتیرو استول شامل نه دي.

د یوه سخت ځواب غوښتنه

د G20 غونډې ته د تلو پر مهال ولسمشر اوباما په ستاکهالم کې د یوه دمه وکړه. اوباما په دې اروپايي ښار کې د شمالي اروپا د پنځو هیوادونو له مشرانو سره ولیدل. دغو اروپايي مشرانو له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل چې د سوریې پر ضد یو سخت دریځ ونیسي. له اوباما سره د دغو هیوادونو د مشرانو تر ناستې وروسته یوه گډه بیانیه خپره شوه چې په راغلي وو: «هغه کسان چې د کیمیاوي وسلو د کارونې مسوولیت لري باید د دغه عمل ځواب ورکړي.»

روسیې او چین تل د امنیت په شورا کې د سوریې د رژیم پر ضد د اعلامیو مخه نیولې ده. تر دې مخکې امریکا متحده ایالاتو په سوریې کې د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د کاریدو په اړه شواهد روسي چارواکو ته ښوولي ول خو ولسمشر ولادیمير پوتین دغه شواهد «بې معنی» بللي دي.

ویل شوي دي چې ولسمشر اوباما به د G20 د غونډې پر مهال د چین، جاپان او فرانسې له دولتي مشرانو سره په جلا جلا ډول د سوریې په اړه وغږيږي. دا چې هغه به د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین سره هم کومه خصوصي غونډه ولري او که نه لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب