1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د خاطراتو د چاپ له پاره ۶۵ ميليونه ډالره ورکول کیږي

۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د چاپي رسنۍ یو شرکت چمتو دی چې د باراک او میشیل اوباما د خاطراتو کتاب د چاپ له پاره تر ۶۵ میلیونو ډالرو پوري رانيسي. دغه اندازه پیسې تراوسه پوري هیڅ یوه ولسمشر ته نه دي وړاندیز شوي.

https://p.dw.com/p/2YVIR
USA Familie Obama im Weißen Haus
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د «پنګوین رندوم هاوس» په نوم چاپي رسنۍ غواړي چې د باراک اوباما او میشیل اوباما د خاطراتو کتاب د چاپ حقوق ترلاسه کړي او د دې کار له پاره یې دوی ته ۶۵ میلیونه ډالر «تقریباً ۶۱ میلیون یورو» ورکړي دي.

دغه خبر د چهار شنبې په ورځ د فاننشل ټایمز ورځپاني خپور کړی دی. د امریکا پخواني ولسمشر چې په ۲۰۰۹م کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې، له خپلي مېرمني سره یو ځای څرګنده کړې ده چې د خپلو خاطراتو د چاپ د حقوقو د پیرودلو «ډیره اندازه پیسې» یې خپل شخصي خیریه سازمان او ځينو نورو خیریه سازمانونو ته بخښلي دي. دوی دواړو په دې وروستیو کې له خلکو غوښتي ول چې د مرستنیدویه پروژو نظريي دې له دوی سره شریکې کړي.

د «شپیګل انلاین» د رپوټ په حواله، د چاپ د نړیوالو شرکتونو په منځ کې د امریکا د ولسمشرانو خاطرات ډیر د پام وړ دي. دا ځکه چې دغه راز کتابونه د دې وړتیا لري چې په دېره اندازه چاپ او بازار ته وړاندي کړل شي.

د همدې رپوټ پر اساس، د نړۍ یو شمیر نورو چاپي شرکتونو د باراک او میشیل اوباما د خاطراتو کتاب د چاپ د حقوقو ترلاسه کولو له پاره ډيري هڅې کړي او له «پنګوین رندوم هاوس» شرکت سره چې د نړۍ تر ټولو ستر د چاپ شرکت یادیږي، سخته سیالي یې هم کړې.

تردې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر اوباما د «پنګوین رندوم هاوس» شرکت په مرسته د خپلو خاطراتو دوه او د ماشومانو له پاره یو کتاب هم خپور کړی دی. اوباما څو ځله د خپلې لیکنې وړتیا ته اشاره کړې او ویلي یې ول چې هغه نه غواړي چې د خاطراتو په دې کتاب کې یوازي په سپینه ماڼۍ کې د اوسیدو کیسه وکړي.

د اوباما نورو پخوانیو سیالانو هم د خپلو خاطراتو د چاپ د حقوقو په بدل کې ډیري پیسې ترلاسه کړي، خو د فایننشل ټایمز له خوا د خپاره شوي رپوټ پر اساس چې اوباما او میشیل ته کومي پیسې ورکړل شوي، په هیڅ ډول د پرتلې وړ نه دي.

بل کلنټن چې د خاطراتو کتاب یې د «زما ژوند» په نوم په ۲۰۰۴م کال کې خپور شو، ۱۵ میلیونه ډالر او د جورج ډبلیو بوش د خاطراتو کتاب چې «د پریکړې شیبې» په نوم خپور شو کابو ۱۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي ول.

باراک او میشیل اوباما چې د خلکو په منځ کې څه نا څه ډېر محبوبیت لري، د خاطراتو کتاب د چاپ وخت او د ژباړې په هکله تر اوسه پورې کوم جزیات په لاس کې نه شته.