1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د غوښتنو په اړه د جرمني حکومت څرګندوني

۱۳۸۷ آبان ۱۶, پنجشنبه

اوباما په وار وار د متحدينو څخه په افغانستان کي د لا ډير فعاليت غوښتنه کړې وه چي په دې ډله کي آلمان لومړی و

https://p.dw.com/p/FoSy
د امريکا نوی ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباما
د امريکا نوی ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

دبرلينر څايتونګ آلمانۍ ورځپاڼه، د پنجشنبې په ګڼه کي دجرمني دبهرنيو چارو په وزارت کي ددولت وزير ګرنوت ارلر، له قوله ليکي، چي دامريکادمتحده ايالتونو دنوي ټاکل شوي جمهور رييس بارک اوباماددې هيلي په وړاندي چي دهغه هيواد ملګري په افغانستان کي زيادتره ونډه واخلي په ډير احطياط او يوګام پر شا د آلمان دحکومت غبرګون ښودلی دی.

ددې پوښتني په جواب کي چي اياموږ زيادتره څه کولای سو وايي: چي موږ همدا اوس هم پرته لدې چي د امريکا متحده ايالتونه زموږ څخه غوښتي وي ، له پخوا څخه زيادتره کارکوو.

دسوسيال ډيموکراټ ګوند سياستوال زياته کړې ده چي المان نه يوازي تر امريکا او انګلستان وروسته په افغانستان کي تر نورو ډير عسکر لري ، بلکي دملکي بيا رغوني لپاره يې خپلي مرستي چي په لمړي سر کي80 مليونه يورو ورته په پام کي نيول سوي وې اوس په کال کي 170 مليونو يوروته ډيري کړي دي.

ارلر، سر بيره پردې د اوباما ددې هيلي په وړاندي چي عراق ته دثبات بښلو په برخه کي يې لري هم په پر شاکيدوسره ځواب ورکړی دي. د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير، دتلويزيون د لمړي کانل له خبري سرويس سره په مرکه کي د امريکا دمتحده ايالتونو ددې غوښتني په هکله ويلي دي چي .«زه فعلاً پدې برخه کي ستر ډارنلرم».

د امريکا دمتحده ايالتونو او آلمان ترمنځ د چارو نظم بښونکي کارستن فوګت ، ګمان نکوي چي د امريکا متحده ايالتونه به د اوباما تر ټاکل کيدو وروسته له المان څخه په افغانستان کي د زيادتره پوځي فعاليت غوښتنه وکړي. فوګت د شتوتګارتر څايتونګ دپنجشنبي د ورځي په ګنه کي ويلي دي ، زه کوم کمبود نه وينم چي بايد پوره کړای سي.

د جرمني پارلمان
د جرمني پارلمانانځور: AP

جرمني يو مياشت د مخه افغانستان ته د نورو 1000 تنو عسکرو د ليږلو اعلان وکړی. ډيری سياستوال له اوباما څخه ډيري تمي لري. د آزاد ډيموکراټ ګوند دمشر ګيدو وستر وله، د وينا له مخه د اوباما څخه بايد د کار تر پيل کولو د مخه دبې وسلې کولودنړيوال سياست لپاره ګټه واخيستل سي. ده دفرانکفرتر روندشو، دپنجشنبې د ورځي په ګڼه کي، د جرمني له حکومت څخه وغوښتل چي د اوباما ملاتړ داروپا لخوا دبې وسلې کولو له يوه نوښت سره وکړي اوپه عيني وخت کي يې خبر ورپياد کړي .ځکه چي نوموړي نوي جمهور رييس تراوسه څو واري، د اټومي و سلو څخه دتشي نړۍ قسم کړی دی.

المانيان کولای سي چي د دې لپاره يو ښه مثال سي، داسي چي له خپلو ملګرو او د واشنګټن له نوي حکومت سره له جرمني څخه د امريکا د وروستيو اټومي خوليو د ايستلو په هکله وږغيږي. دبهرنيو چارو پخواني وزير کلوس کينکل، دامريکا دمتحده ايالتونو له نوي جمهور ريس څخه د ډيرو تمو له درلودلو څخه اخطار ورکړی دی. ده ويلي چي اوباما دوينا کولو استاد دی خومعجزه سره له هغه هم نسي کولای، دا خبره ده د راينيشه پست ورځپاڼي ته چي په دوسلدورف کي خپريږي کړې ده. اوزياته کړې يې ده چي دنړۍ لانجه مني سيمي به ناڅاپه په بې لانجو سيمو بدلي نسي