1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د کارلومړی سل ورځي اسانه وي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالتونو د جمهوری سیس بارک اوباما د کارلومړی ۱۰۰ ورځي اسانه وي. ځکه چي ده بايد يوازی د خپل ځان او د ځان نه پخوا جمهور ریس د سياست ترمنځ تفاوت ښودلاي واي.

https://p.dw.com/p/HgL3
اوباما
اوباماانځور: AP/DW-Montage

دا کومه خاصه ننګونه نه وه. ځکه د جورج بوش په هکله له خلکو نه د نظر پوښتلو نتيجي د ده د خداي پامانۍ په وخت کي، په تاريخي ډول ښکته راغلي وي. او په نړيوال ډول هم ټولو په امريکا کي د داسي جمهورريس د راتلو هيله درلوده چي بوش غوندي نه وي.

خو بارک اوباما په کارباندي له پيل کولو څخه لږ وروسته په سمو تدابيرو لاس پوري کړ. ده د ګوانتانامو د بنديخاني د تړلو امر وکړ، د بندیانو کړول يي منع کړل، له عراقه څخه يي د امريکايي پوځ د ويستلو هدايت ورکړ. روسيې ته يي د خبرو اترو لپاره لاس ور اوږد کړ، د امریکا د زده کړي او روغتيا په ساحو کي يی د پانګوني اعلام وکړ، او د انرژۍ نوې سياست يي په پام کي ونيوو. او په همدغه ډول نورو اقدامونو باندي يي لاس پوري کړ.

د ده د په پام کي نيول شويو کارونو لست ډیر اوږد دي. دا د اوباما خاص استعداد دي، چې د ده د کار په دی سلو ورځو کي څرګنده شويده، چي دي په عين وخت کي په ډيرو کارونو لاس پوري کولای شي. ځاي ځاي ضعف هم ښييی، د مثال په ډول د بوش په وخت کي د بنديانو د کړول کيدو په اړه د تحقيقاتو لپاره د يوه کمسيون له جوړولو سره مخالفت کوي.

سربيره پردي، دي پدي ندي بريالي شوي چي له جمهوريت غوښتونکو سره د ګډ کارپه هکله له خپلي ژمنې سره سم عمل وکړي. خو په مجموعي ډول دی سړه سينه ښيي، زړونه راپاريږي، او په خپلو قولونوباندي وفاداره دي.

ده په دي مقام کي پکار باندي له پيل کولو راهيسي ښودلي دي، چې په سياسی څوکيو کي د تجربي د نه درلودلو، او د نسبتا ځوان عمرسره سره په خپل کارباندي ډيرښه پوهيږي.

اوباما په امريکا او نړۍ کې اميدوارۍ منځته راوړيږ دلته دی د استامبول په ښار کې يو جومات ګوری
اوباما په امريکا او نړۍ کې اميدوارۍ منځته راوړيږ دلته دی د استامبول په ښار کې يو جومات ګوریانځور: AP

د سمندري غلو په وړاندي جدی اقدام، او د ده د پلويانو د نه موافق والي سره سره، په پاکستان کي د توغنديو وارونې، چي د ده په وخت کي يي هم دوام وکړ ښيي ، چي دی يو مصمم سړي دي.

نودا سمه ده چي بارک اوباما د ونيزويلا جمهور رییس چاويز ته لاس ورکوي، او ايران ته د خبرو اترو وړانديیزکوي. خوکله چي د امريکا د امنيت موضوع وي له پوځي ځواک څخه له استفادي نه مخ نه اړوي.

البته چي د امريکا خلک په ده باندي ډير باورلری. د واشنګټن پوست د ورځپاڼي د يوې نظر پوښتني له مخي د پوښتل شويو کسانو تقریبا په سلو کي ۶۰ کسه له هغو کارونو سره چي اوباما يي کوي راضی دي.

همدغه ډول له نړيوال مالي بحران سره د مبارزي په برخه کي خلک په ده باندي باورلري. اوس په سلوکي ۵۵ امريکايان اقتصادي راتلونکي ته په خوشبينۍ سره ګوری، پداسي حال کي چي په فبروري کي يی شمير په سلوکي۴۸وو.

اوباما دخپل کار په لمړيو ۱۰۰ ورځوکي لدي ژمني سره چي له ده نه پخوا جمهور رییس بوش سره به توپير لرونکي سياست وچلوي ترسره کړيده . داچي ده په ډيرو مواردو کي يوازی دبدلون دراوستلو اعلام وکولي شوي د موضوع په طبيعت پوري اړه لري .

ګوانتانامو په يوه ورځ کي تړل کيداي ، اوله عراقه څخه عسکر په يوه ورځ کي راويستل کيداي نشي . همدغه ډول د نژدي ختيځ لانجه، د امریکا د روغتيا په چارو کي دسمښت راوستل دلنډي مودي کارندي.

که سړي وغواړي چي پوه شي چي آيا جمهورريیس اوباما په خپل کارکي بريالي دي اوکنه څوومياشتو او یا کالوته اړه ده. اوس سړي يوازي دومره ويلي شي چي پيل يی اميدوارۍ منځته راوړي.