1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اوباما پټ امر د افغانستان جنګي ماموريت غځولی»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱, شنبه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د نومبر ۲۱مه) لیکلي دي چې ولسمشر اوباما په یوه پټ یا سري امر کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنگي ماموریت د یوه بل کال له پاره هم غځولی دی.

https://p.dw.com/p/1DrVM
انځور: picture-alliance/dpa

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي وو چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو جنگي ماموریت د ناټو د نورو غړو په څیر د روان کال تر پایه پورې ختم شي.


ناټو به په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال له جنوري میاشتې څخه خپل نوی ماموریت پیل کړي چې موخه یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه ده. په دې ماموریت کې به شاوخوا ۹۸۰۰ امریکایي سرتیري او ۳۰۰۰ آلماني، ایټالوي او د نورو هیوادونو سرتیري گډون وکړي. د دغه ماموریت اصلي موخه د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغوی ته د مشورو ورکول دي.


خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر اوباما یو داسې فرمان لاسلیک کړی دی چې له مخې یې امریکایي ځواکونه د طالبانو په گډون د یاغي ډلو پر ضد په ۲۰۱۵ کال کې هم په هغه صورت کې چې هغوی امریکايي او یا هم افغان ځواکونو ته گواښ رامنځ ته کړي بریدونه کولای شي.

د افغان ځواکونو ملاتړ

د دغه فرمان له مخې امریکایي ځواکونه کولای شي چې د خپلو جټ، بم اچوونکو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. نیویارک ټایمز ویلي دي چې ملکي مشاورینو په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د امریکا له دغه ډول پوځي ښکېلتیا سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې له دې سره د امریکایانو ژوند له گواښ سره مخامخ کیږي. دغو مشاورینو د دې پرځای د القاعدې او نورو ترهگرو ډلو پر ضد د وړوکو هدفمندو عملیاتو مشوره ورکړې ده.


یوه امریکايي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې «یوه برخه کسانو فکر کاوه چې عملیات باید ډیر محدود شي او په ځانگړې توگه پر القاعدې باندې تمرکز وکړي.» دې چارواکي زیاته کړې ده: «خو پوځ هغه څه ترلاسه کړل چې غوښتل یې.»


په همدې حال کې یوه بل امریکایي چارواکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې امریکا به په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد گزمې و نه کړي. دغه چارواکي ویلي دي: «موږ به پر متخاصمینو یوازې د دې په خاطر چې هغوی د طالبانو غړي دي بریدونه و نه کړو.» دې چارواکي زیاته کړې ده چې د امریکایانو او د متحدینو د امن ساتلو له پاره به په لازمو اقداماتو لاس پورې شي.

غني تر کرزي زيات موافق دی


نیویارک ټایمز ليکلي دي چې د افغانستان له پاره د اوباما په پلان کې بدلون په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت ترهگري ډلې پرمختگ پورې هم تړاو لري. د دې ډلې له پرمختگ سره پر اوباما باندې له افغانستان څخه په کم وخت کې د ډیرو ځواکونو د را ایستلو له کبله نیوکې شوې دي.


پر دې سربیره يادي ورځپاڼې ویلي دي چې د افغانستان نوی ولسمشر محمد اشرف غني، هم په خپل هیواد کې د امریکایي عسکرو له حضور سره تر پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، ډیر موافق دی. د غني ادارې له کار پیلولو وروسته له واشنگټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې بهرني ځواکونه میشت پاتې کیدای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب