1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوبا حکومت او منځنۍ ختيځ

۱۳۸۷ بهمن ۳۰, چهارشنبه

د اوباما د نوي حکومت او د بوش د حکومت ترمنځ توپير په څه شي کي دی.که سړي دا پوښتنه په واشنګتن کي له کار پوهانو څخه وکړي، دوه ځوابونه ورته ويل کيږي:

https://p.dw.com/p/Gwdm
اوباما د منځنې ختيځ نقشې مخکښی

لومړي، د روسيي په وړاندي سياست، د اسيا په وړاندي سياست، د جګړي د سيمو عراق او افغانستان په برخه کي سياست او له ايران سره به په اړيکو کي د امريکا د متحده ايالتونو په سياست کي ښکاره د تګ لارو بدلونونه راشي.

دويم داچي، د اسراييلو او د فلسطيني سيمو په هکله به د امريکا په سياست کي له ټولو څخه کم بدلون راشي.

طبعا اوباما د نژدي ختيځ د سيمي لپاره دځانګړي استازي په حيث د جورج ميچل له مقررولو سره يو ډير ښه ديپلومات د دي سيمي لپاره ټاکلي دي. او دا هم ښکاره ده چي د نوي حکومت نرمه او معتدله لهجه به هلته هم څرګنده شي، خو نور به کوم کارونشي. دوي دي مسلي ته په واقع بينۍسره ګوري چي د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د لنډي مودي په ترڅ کي دا لانجه نشي حل کيداي.
خو لږ ترلږه د امريکا نوي جمهور ريس په کار باندي د پيل کولو په وخت کي دوه بيغامونه د اسراييلو اود اسلامي نړۍ په پته صادر کړ. اوباما اسراييلو ته ويلي چي:

امريکا د اسراييلو د امنيت په برخه کي ځان مسوول احساسوي. او مونږ به تل د اسرايلو د دي حق چي دګواښونو په وړاندي له ځانه دفاع وکړي ملاتړوکړو. حامس کلونه کلونه په زرهاووتوغندي د اسراييلو په بيګناه وګړو وارکړي. هيڅ يو ديموکرات هيواد داسي خطر په خپل ولس باندي نشي زغملي .

Iran Irak USA Flagge über Irak Karte
اوباما: مونږ د ښکيلاک کونکي په حيث نه يو زيږيدليانځور: AP GraphicsBank/DW

خوکله چي جمهور رييس اوباما د الجزيري له عربي تلويزيوني دستګاه سره د پاملرني وړ مرکي په ترڅ کي مسلمانو ډلوته مخ وراړولي اوپه خپلو څرګندونوکي يي طبعا فلسطينيان هم په پام کي درلودل. ده ويلي :

د ما دنده د نړۍ د مسلمانانو به وړاندي دا ده چي هغو ته ووايم چي امريکايان يي دښمنان ندي.
مونږ کله کله اشتباه ګاني کړي دي، خوبايد ووايو چي مونږ هم کامل نه يو،مګر دا موضوع هم څرګنده ده چي مونږ د ښکيلاک کونکي په حيث نه يو زيږيدلي او زه تاسي ته وايم زماپه نظر د دې لپاره هم کوم معقول دليل نشته چي مونږ ولي د شل ديرش کالو پخوا په شان يوبل ته درناوي ونکړو اوملګرتيا سره ونلرو.