1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لامبو د ځوانانو لپاره سپورتي او تفریحي مصروفیت

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مهر ۲۴, چهارشنبه

په کابل ښار کې په وروستیو وختونو کې یو شمیر حوضونه او د لامبو ځايونو جوړ شوي دي. په دغو ځايونو کې ځوانان پر لامبو سربیره له یو بل سره پیژندګلوي پیدا کوي.

https://p.dw.com/p/1A0tN
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

هغه ځوانان چي په دغو حوضونو کي خپل فارغ وخت تيروي وايي چي لامبو د هغوي له پاره نه يواځي ورزش، بلکه يو تفريحي پروګرام هم دی هغه يو پروګرام چي د ځوانانو د خپلمنځني اړیکو د ټینګولو او پيژندګلویو له پاره ښه زمينه برابروي.

مالک يو د دغو ځوانانو څخه دي: «لامبو نه يواځي ورزش دي، بلکه يو ډير ښه تفريحي مصروفيت هم. پخوا په کابل کي عصري حوضونه نه ول. اوس په دی لاره کي ډيري آسانتياوي برابري شوې دي.»

پخوا د لامبو مينه والو يواځی په دوبي کې په سترو ډنډونو کي لامبو کوله خو اوس د حوضونو په جوړولو سره په ژمي او دوبي کي د لامبو له پاره موقع برابره شوې ده.

خو د کابل د ښار د نفوس د زياتوالي په پام کي نيولو سره اوس هم په دی برخه کي نيمګړتياوې زياتي دي. په دي ښار کي اوس کابو پنځه مليونه خلک اوسيږي. ډيري ځوانان، بيا په خاصه توګه بي وزلي خلک په دغو موجودو حوضونو کي د لامبو وهلو امکانات نه لري.

د افغانستان د ځوانانو د چارو فعالين وايي چي «غوره او رغوونکي تفريحي مصروفيتونه» ځوانان له ډيرو ناوړو کارونو لکه په نشه يي توکو له اخته کيدو څخه ژغوري. اختر محمد چي له مسکو څخه بيرته کابل ته ستون شوی په همدي نظر دی: «خوښ يم چي په کابل کې هم اوس داسي حوضونه جوړ شوي دي. لامبو يو ډير ښه ورزش دی. دا لومړی ځل دی چي زه دې حوض ته راغلی يم. دا ډير عصري حوض دی.»

په کابل کې سر تړلي حوضونه خصوصي سکتور پوري اړه لري. که څه هم د کابل په شمول د افغانستان په ډيرو سترو ښارونو کې عمومي حمامونه د خصوصي سکتور سابقه لري، خو د عصري حوضونو او حمامونو جوړولو اوس دغه سکتور ته يوه بله څيره ورکړې ده.

کله چي په کابل کې د لامبو د حوضونو شمير ډير محدود وو نو د لامبو وهلو بيعه هم ډيره لوړه وه. خو اوس د حوضونو د شمير له زياتيدو سره بيعې يو څه راټيټې شوې دي. ځوانان کولاي شي چي د ۳۰۰ افغانيو په بدل کې په يوه حوض کي څو ساعت لامبو ووهي. خو ډير شمیر ځوانان بيا هم دا بيعه لوړه ګڼي او وايي چي د هغوي ډيري د دومره پيسو د ورکړې توان نه لري: «په نرخونو کې بايد کموالی رامنځ ته شي. محصلين او زده کونکي توان نه لري چې خپل تفريحي وخت په دومره زياتو پيسو سره تمويل کړي.» دا خبره يوه ځوان چي ‌ذکريا نوميږي وکړه. هغه وویل چې دغه شان ځايونه بايد د خصوصي سکتور له چوکاټ څخه وایستل شي او «عام المنفعه» وګرځي. خو هغه پانګونوال چې په دې سکتور کې سرمايه ګذاري کوي له خپل کار او بار څخه راضي دي ځکه ډير ځوانان له لامبو سره ليوالتيا لري. ځينې عصري حوضونه اوس په عصري حمامونو يا سونا سمبال شوي چي له دی سره د حوضونو د څښتنانو ګټي زياتي شوي دي.

له دې ټولو ښيګڼو سره سره د کابل ځيني اوسيدونکي د دغو حوضونو د اوبو د پاکوالي په هکله انديښنه لري. هغوی وايي که چيرې د حوضونو اوبه په منظم ډول تصفيه نه شي، نو کيداي شي چي ځينې ناروغۍ رامنځ ته کړي. صابر چي په کابل کې يو حوض لري د خلکو دې اندیښنې ته ځواب وايي: «زموږ حوض د فيلتريشن [تصفیې] سيستم لري چي ۲۴ ساعته فعال دي. اوبه فلتر کيږي. موږ هره شپه اوبو ته کلورین اچوو ترڅو د خلکو روغتيا خوندي پاتي شي.» د کابل ښاروالي دنده لري چې وخت په وخت دغه حوضونه کنترول کړي او روغتیایي تدابیر یې تر څارنې لاندې ونیسي.