1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوتر پردېش ټاکنې ښايي د ټول هند پر سیاست اغېز ولري

۱۳۹۵ بهمن ۲۳, شنبه

د هند په اوتر پرادېش آيالت کې انتخابات داسې پراخه ترتيبات او آمادګۍ غواړي چې د بسته هېوادونو له انتخاباتو سره مقايسه کېدای سي. سربېره پر دې دغه انتخابات د هند د نيمه قارې سياسي آئينده هم تعيينوي

https://p.dw.com/p/2XNtR
Indien Wahlen Uttar Pradesh
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

د شبنې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۱۱مه نېټه) د هند په اوتر پرادېش آيالت کې پارلماني انتخابات پيل شوي دي. هغه د هند د حکومت له پاره يوه مهمه ازموينه ده چې غواړي په ۲۰۱۹ کال کې بيا وټاکل شي. پر تقريبا ۱۴۰ ميليونو رايه ورکوونکو باندې غږ شوی دی چې خپله رايه وکاروي او د انتخاباتو له پاره ۷ مختلفې ورځې د مارچ تر ۸مې نېټې پورې په نظر کې نيول شوې دي. سنجی کومار، چې په نوي ډهلي کې د پرمختلونکو ټولنو د مرکز مشر دی، وايي:

«د اوتر پرادېش آيالت انتخابات کېدای شي په ۲۰۱۹ کال کې د ټول هند په کچه انتخاباتو له پاره د لويو ګوندونو ستراتيژي معلومه کړي او پر سياسي اوضاع هم تر ډېره حده تاثير واچوي.»

تر ټولو ستره د پوزيسيون ډله، يعنې د هند د کانګرس ګوند، په دې وروستيو کې په ډېرو آيالتونو کې رايې له لاسه ورکړې وې، وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې يې د حکومت واګي د صدراعظم نارندرا مودي، په مشرۍ «بي جای پي» ګوند ته ورپرې ايښي ول. تر اوسه پورې کانګرس د انتخاباتو د بايللو دغه لړۍ يوازې يو وارې شلولې وه، يعنې د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې کله چې يې په بِهار آيالت کې په لومړي ځل د اپوزيسيون له ځايي وړو ګوندونو سره يو ځای ائيتلاف جوړ کړ.

په اوتر پرادېش کې هم اوس دغه ګوند داسې ورته يوه ستراتيژي لري.

کومار وايي چې «که بي جای پي ګوند انتخابات وبايلي، نو دا به له بِهار وروسته دويمه ستره ماته وي. بيا به کانګرس ته د يوې نوې ستراتيژۍ له پاره مخبېلګه پيدا شي.»

بل لوري ته د «بي جای پي» ګوند له پاره بيا د اوتر پرادېش انتخابات ښايي د دې پيلامه وي چې په نوي ډهلي کې د قدرت په جوړښت کې يوه صعيفه نقطه هم له منځه يوسي. ځکه چې د سنا په مجلس يا د هند په مشرانو جرګه کې چې د آيالتونو څخه ورته استازي لېږل کيږي، «بي جای پي» ګوند اکثريت نه لري. په اوتر پرادېش کې برياليتوب دغه حالت ته البته په لنډ مهال سره تغيير نه ورکوي، خو د مودي د قدرت ادعا ته بيا قاطعيت وربخښي.

د ځايي او محلي موضوعاتو تر څنګ په انتخاباتي کمپاين کې ملي موضوعات هم ستر رول لوبوي. تر ټولو مهمه موضوع د نقدو پيسو په برخه کې اصلاحات دي چې له مخې يې مودي په نومبر مياشت کې د لوټونو يوه لويه برخه ناچله اعلان کړې وه. د ده د خپلو څرګندونو له مخې دغه ګام د اداري فساد او تورو پيسو په وړاندې د مبارزې په منظور اخيستل شوی وو. خو تر ټولو د مخه په اطرافو کې مېشت عادي کليوال خلک چې په معاملو کې اکثرا يوازې له نقدو پيسو څخه کار اخلي، له دغو اصلاحاتو څخه متضرره شوي دي. په دغو انتخاباتو کې دغه ډول عادي خلک اوس د دې امکان لري چې دغسې کارونو ته زغرد او قاطع جواب ورکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.11.2016):