1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اورپا د پارلمان لخوا د Swift تړون رد سو

۱۳۸۸ بهمن ۲۳, جمعه

د هغه رديدل چه دشخصي اسرارو او اطلاعاتود ساتلو دپاره يو لوی برياليتوب ؤ، په مناسبت يې د اورپا په پارلمان کې ډيره خوشحالي وه او حق په جانب هم وه، ځکه چه دا يو لوی کار دی

https://p.dw.com/p/LzXM
داورپا پارلمان
داورپا پارلمانانځور: dpa - Bildarchiv

يو خوا دا چې وکيلانو له خپلو چانسونو څخه په گټه اخيستلو سره د اورپايي ټولني قدرت څرگند کړ . د اورپايي ټولني اصلاحاتي پروسې زيات وخت ونيو، او تېر کالونه ددوی له نظره د رضايت وړ نه وو. هغه کالونه چې پارلمان ته غوږ نيول کېده، خو غټي پرېکړي، د حکومتونو د شورا لخوا کېدلې .

اوس دا څه پای ته رسېدلي - البته د لزبن د تړون له برکته . نوموړی قانون د ٢٠٠٩ ميلادي کال د دسمبر د مياشتې له پيل راهيسې نافذ دی او د اورپايي ټولني پارلمان له نورو هېوادونو سره د تړونونو او معاملو په صورت کې، په پرېکړو کې د برخي اخيستلو حق لري .

د Swift موضوع د اورپايي ټولني د پارلمان دپاره يوه ډيره داهميت وړ موضوع او لويه آزموينه وه، او دا ځکه چې وروسته د لزبن له تړون څخه لومړۍ غټه پرېکړه وه . مېرمن هېن وړاندې راوړي، آيا تېر کال دا يو تصادف نه وو، چې د اورپايي ټولنې وزيرانو د لزبن د تړون له جاري کېدلو څخه هسي يوه ورځ وړاندي پر خپل سر د Swift تړون رامنځ ته کړ؟ همدا شان د اورپا په پارلمان کې دا کوم د تعجب کار هم نه وو.

دا چې اوس د پارلمان غړو د Swift تړون له ناکامۍ سره مخامخ کړ، کوم د غچ اخيستلو عمل نه دی، بلکه شک او ترديد پکښې وو. دلته يو لړ غټي موضوعگاني ورسره ملگري وې، لکه له نړيوال تروريزم سره مبارزه، د آداتو او معلوماتو محرميت او د خلکو حقونه . په خبرو اترو کې يو ځل د شورا او کمسيون استازو دا هوډ وکاوه، چې نوموړی تړون په موجوده بڼه سره د اصلاح شوي په توگه ومني او دا نيمگړتيا د خلکو له استازو سره رامنځ ته کړي . که سپين وويل شي : دا يو ناوړه تړون دی! مگر پوښتنه دا وه چې آيا تر هېڅ نه ښه نه وو؟ له شتراسبورگ څخه ځواب وو، نه!

د Swift رديدل تر هر څه نه له دې خاطره د ډيري پاملرني وړ ده چې، اورپا خپل پياوړي شريک د امريکې متحده ايالتونو ته وښودل، چې په اورپا کې د آداتو محرميت بله معنی لري، نظر د لوی سمندر وپوري غاړې ته . د امريکايي سياستمدارانو د پراخه تاثير سره سره، کوم چې د اورپايي ټولني ځينو استازو ته د فشار تر حده پوري رسېدل . طبيعي خبره ده، د اورپا هيڅ يو استازی دا ايراد نه مني، چې په غيرمستقيم ډول سره به د راتلونکو ترهگري گذارونو په جرم کې شريک وي . خو دا ډول يوه لويه امنيتي نيمگړتيا به، کومه چې له خپل منځي پرېکړو څخه منځ ته راځي، د اورپايي ټولني او امريکې ترمنځ په نورو قانوني تړونونو سره ډکيږي . بلجيم او هالنډ به د امريکې له متحده ايالتونو سره په خپل منځي روغو جوړو کې کوم بدلون نه راولي .

سره له هغه : کله چې خبره د اورپايي ټولنی د قريب نيم ملياردو وگړو له حقونو څخه وي، نو په هغه صورت کې د خلکو استازي د خلاف روغی جوړی حق نه لري . دا هم نسوای سپېنېدلی، چې وگړي به څرنگه د خپلو بانکي معلوماتو د محرميت دعوی کوي ؟ څنگه ډاډ ورکول کېدلی شي، چې د دوی معلومات به د امريکې له متحده ايالتونو څخه پرته د بل چا او دريم هېواد لاس ته نه ورځي؟ او تر څو مدې پوری به دا معلومات ساتل کيږي؟

سوزانه هېن/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري