1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اولسمشر د مرستيال په توگه د فهيم نومونه او د افغانانو انديښنې

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

حامد کرزي يو ځل بيا ځان کانديد او محمد قسيم فهيم د خپل لومړي مرستيال په توګه ټاکلی دی. په دې هکله د آلمان غږ راديو د افغان روشنفکر او د سياسي چارو کارپوه ښاغلی ميانګل وثيق سره يوه مرکه کړی ده.

https://p.dw.com/p/HkCV
«کرزی له دې حلقې ته نه شي وتلی»انځور: AP

س ١:

محترم وثيق صاحب، اولسمشر حامد کرزي ځان خپلې څوکۍ ته يو ځل بيا کانديد کړی او مارشال محمد قسيم فهيم يې د خپل لومړي مرستيال په توگه ورسره ملگری کړی. که لطفاً د دې دواړو د مخکنيو اړيکو په اړوند زموږ آورېدونکو ته يو څه معلومات ورکړې.

ج ١:

مارشال قسيم مخکې هم د اولسمشر مرستيال وو. او لسمشر حامد کرزی د نړيوالو د فشار له مخې دې ته اړ کړل شو، چې نوموړی له خپلې څوکۍ څخه ليرې کړي. البته يو څه اتهامات ورته متوجه وو، نو ځکه يې ونه شوای کولای چې په تېرو ټاکنو کې يې د مرستيال په توگه ونوموي. د اولسمشر تېره دوره هم د قناعت وړ نه وه او له څرنگه چې خلکو ورڅخه توقع درلوده او د نړيوالو له زياتو مادي او معنوي مرستو سره سره نه دلته امنيت تامين شو او نه د خلکو په گټه کوم کار سر ته ورسول شو. د بيارغونې په برخه کې هم ممکن يو شمېر کارونه شوي وي، خو د دغو مرستو په تناسب سره د قناعت وړ نه دي. له بلې خوا وينو چې اولسمشر له خپلې لارې څخه وانه وښت، په داسې حال کې چې خلکو هيله او دا انتظار درلود، چې دا نوی روڼ به يو څه تغير وخوري. خو د پروني حالت په ليدلو سره اوس خلک ډېر انتظار نه شي لرلی. خلکو هېله درلوده چې کرزی به ځان ونوموي، خو ورسره به يو شمېر داسې کسان غوره کړي، چې له ټوپک او وسلو سره يې سروکار نه وي او په رښتيا سره هم هېواد ته خدمت وکولی شي.

س ٢:

کرزي ته په دې لاره کې مشکل څه دئ؟

ج ٢:

زه فکر کوم چې کرزی له دې حلقې ته نه شي وتلی او دواړه اړخونه خپله بقا يو په بل کې ويني. او نه غواړي داسې کسان ونوموي چې خلک ورڅخه پلوي او حمايت وکوي. که چېرته دا راتلونکې پنځه کاله دوره بيا هم پرته له ښو پايلو څخه تيريږي او ورسره د نړيوالو پاملرنه او مرستې له افغانستان سره قطع شي، نو هم هغه دي چې دا کار به هېواد ته يو لو ی مصيبت وي.

س٣:

قسيم فهيم د دستور سره سم د يوه تاجک مرستيال په توگه اصلاً د احمد ضياء مسعود ځای نيولی. اولسمشر ښاغلي کرزي د پاره د دې دواړ و توپير څه دئ؟ او بل دا چې احمد ضيا مسعود کوم کار نه وو کړی، چې فهيم به يې وکوي؟

ج ٣: زه فکر کوم چې کرزي غوښتل له متحدې جبهې څخه يو کس ولري او متاسفانه چې نوموړي د جبهې د باور لاره غوره کړې وه نه د خلکو د باور او اعتماد. په دې کار کې هم وروسته بريالی نه شو او احمد ضيا مسعود ورسره د مخالفت لاره راونيوه. کرزي به يو څه ويل او ضيا مسعود بل څه. نو تقريبا د جبهې حيثيت يې درلود. مسعود دا ځل دې څوکۍ ته چمتو نه وو، ځکه چې هسې سمبوليکه بڼه يې غوره کړې وه او نه غواړي په دې ډول سره پاتې شي. د هغه بديل مارشال فهيم دئ او زما په فکر کومې لاس ته راوړنې به ونه لري. دواړه له يوه آدرس څخه راځي.

س ٤:

مارشال فهيم د دې څوکۍ د پاره په متحده ملي جبه کې درز واچاوه، آيا دا کار په دې ارزېده؟

ج ٤:

فکر نه کوم ، خو کېدلی شي دوی کوم مشترک ذهن ولري. دا کار خپله د دوی د پاره کومه گټه نه لري، تر اوسه پورې هم فهيم د پوره واک او قدرت څښتن وو. اولسمشر پخپله اوس په کورنۍ او نړيواله ټولنه کې خپل موقف له لاسه ورکړی.

س ٥ :

د اولسمشر د مرستيال په توگه د فهيم صاحب نومونې په رسنيو او حتی نړيوالو کړيو کې، دا نيوکې راپورته کړې، چې هغه يو جنگ سالار او د جنگي جنايتونو په تور تورن کس دئ. او حامد کرزي سره له دې ټولو نيمگړتياوو بيا هم ورسره نيولی. دا نيوکې تر کومه ځايه پورې په افغاني سياسي کړيو کې منعکس کېدونکې دي، او په مقابل کې يې دوی يعنی اولسمشر او فهيم صاحب څه دريز لري؟

ج ٥:

هو، دا ذهنيت په ټولنه کې شته او د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کی ايدي هم دا کار د شا په لور يو منفي گام بللی دئ. نورو هېوادونو هم د ملگرو ملتونو ملاتړ کړی او په دې ډول سره د حامدکرزي او ملگرو ملتونو تر کت تاوتريخوالی رامنځ ته شوی. په افغانستان کې هم وگړي ډېر مايوسه دي.

مرکه کوونکی: عارف وردک
کتوونکي: يحيی وردک