1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکرائين په انتخاباتو کې مخکښ نوماند يو کميډين دی

۱۳۹۸ فروردین ۱۱, یکشنبه

نن يکشنبه په اوکرائین کې د ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوي. په دغې دوره کې ولاديمير سلنسکي ته له ټولو د مخکښ نوماند په سترګه کتل کيږي. دغه کميډين چې تازه د سياست په ډګر کې راڅرګند شوی، په نظر سنجيو کې هم په سر کې قرار لري.

https://p.dw.com/p/3Fy0z
Wahlen in der Ukraine
انځور: picture-alliance/dpa/E. Morenatti

د اوکرائين د ولسمشريزو ټاکنو په دوهمه درجه کې، اوسنی ولسمشر پترو پوروشنکو قرار لري کوم چې په ۲۰۱۴م کال کې تر بريا وروسته يې په ښکاره توګه خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی.

خو په ډیر احتمال سره د انتخاباتو نهايي نتايج به په دوهم پړاو کې چې د اپريل په ۲۱ به وي، روښانه شي. ځکه په لومړي پړاو کې به هيڅ يو نوماند د رايو مطلق اکثريت په لاس را نه وړي. خو کميډين ولاديمير سلنسکي بيا په دغو ټاکنو کې ولسمشر پتروشينکو ته چلنج ورکړی دی.

 په بحران ځپلي هيواد اوکرائین کې چې هڅه کوي د اروپايي اتحاديې غړی شي، ۳۹ تنو ځانونه د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماندان کړي چې تر اوسه په انتخاباتو کې دومره زيات نوماندان هيڅکله هم نه ول.

په دغو انتخاباتو کې به ۳۰ ميليونه په شرايطو برابر اوکرائينيان رايې ورکړي. که چيرته هيڅ نوماند د رايو مطلق اکثريت په لاس رانه وړي، بيا به انتخابات دوهم پړاو ته ځي چې د اپريل په ۲۱مه ترسره کيږي.

د دغو ټاکنو مهم سيالان

اوسنی ولسمشر ۵۳ کلن پتروشينکو د ډير جسمي وزن د لرلو له امله، په طنزي توګه ورته د  «چاکليتو د تزار» لقب ورکړل شوی دی. دغه ستر بډای تجار توانيدلی چې د خوږو د لوی شرکت له لارې، خورا ډيرې پيسې په لاس راوړي.

Wahlen Ukraine Poroschenko
د اوکرائين اوسنی ولسمشر او ولسمشرۍ ته نوماند پيترو پروشينکوانځور: Reuters/V. Ratynskyi

خو هغه ولسمشرۍ څوکۍ ته تر بريالي کيدو وروسته د خپلو ژمنو برعکس، نه يې له خپلو اقتصادي معاملو لاس واخيست او نه هم په دې بريالی شو چې د اوکرائين په ختيځ کې جګړې ته د پای ټکی کيږدي.

د اروپايي اتحاديې او ناټو غړيتوب له لاسته راوړلو څخه د پتروشينکو موخه په بشپړه توګه روسيې ته شا اړول دي. خو دا په داسې حال کې ده چې دغه د څلورو اولادونو پلار، اوس له يوې ماتې سره مخ دی.

پخوانۍ سياستواله ۵۸ کلنه يوليا تيمشنکو تر اوسه دوه ځلې د اوکرائين صدراعظمه پاتې شوې. تيمشنکو په دنيپرو ښار کې دنيا ته راغلې ده. هغې په دغه ښار کې د لوړپوړو چارواکو سره د راوبطو په لړ کې د روسيې – اوکرائين د ګازو سوداګرۍ ته لاس پیدا کړ چې په همدې دليل يې د «ګازو ملکې» لقب ګټلی دی.

يوليا تيمشنکو په ۲۰۰۴م کال کې په لويديځ پلوه «نارنجي انقلاب» کې نړيوال شهرت تر لاسه کړ. هغه د ۲۰۱۴م کال راهيسې په پارلمان کې د شلو استازو د ېوې وړې ډلې په لرلو د «وطن ګوند» مشري کوي. ميرمن تيمشنکو هیله منده ده چې يو فعال سياسي ډګر ته به وردننه شي.

ا. ح. م/ م. ک. ص/ ن.ص