1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين حکومت د کړکېچ د حل په موخه خبري کوي

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۳۰, دوشنبه

د اوکراين جمهور رييس یوې کاري ډلي ته دنده سپارلې ده چې د اپوزیسیون له مشرانو سره خبري اتري وکړي. دغه پریکړه تر سترو احتجاجونو وروسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1AtcB
انځور: picture-alliance/dpa

د اوکراین ولسمشر ویکتور یانو کوویچ، له خوا په يوه خپره شوې بيانيه کې راغلي دي چې ولسمشر یوې کاري ډلې ته دنده سپارلې ده چې د اپوزېسیون له استازو سره د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د جنوري۲۰) وویني. په پام کې ده چې دغه کاري ډله به پر احتمالي حل لاري باندي خبري اتري وکړي چې موخه یې د تیر کال له نومبر میاشتي راهیسي د حکومت پر ضد د اپوزیسیون د سترو لاریونونو ختمول دي.

د اپوزیسیون یوه مشر ویتالي کليتچکو، هم دغه خبر تائید کړی دی. خو تر اوسه لا دا خبره څرگنده نه ده، چې آیا دواړه اړخونه به یوه جوړجاړي ته ورسیږي که څنګه؟

احتجاجونه په تاوتریخوالي واوښتل

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې روغتیايي چارواکي د احتجاجونو په ترڅ کې د ۲۴ تنو د ټپي کیدو اټکل کوي چې د هغوی له جملې څخه درې تنه يې په روغتون کې تر دي. د یکشنبې په ورځ د کیف په لارو کوڅو کې د احتجاج کوونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی وو.

له پوليسو سره تاوتريخوالی
له پوليسو سره تاوتريخوالیانځور: Oleksandr Sawytsky

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري آژانس د پولیسو د سرچینو له قوله ویلي دي چې۷۰ تنه افسران هغه وخت ټپیان شول، چې احتجاج کوونکو پر هغوی باندي ډبري او د اور اچوونکي بوتلونو گذارونه وکړل. زیاته شوې ده چې د پولیسو یو شمیر سرویسونو او نورو موټرو ته هم اور اچول شوی دی.

امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو پر وړاندي له اوښکن گاز، بې حسه کوونکي لاسي بمونو او له اوبو پاشونکو ټانکرونو څخه هغه مهال کار واخیست، چې مظاهره کوونکو د پارلمان ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه.

د دغو گډوډیو په ترڅ کې د اپوزیسیون د یوه مشر ویتالي کليتچکو پر مخ او کالیو باندي د سپینو پوډرو سپري هم پاشل شوې ده، په داسې حال کې چې هغه هڅه کوله چې احتجاج کوونکي له تاوتریخوالي څخه راوگرځوي.

د یکشنبې ورځې نښتي د اوکراین په دوه میاشتني سیاسي کړکېچ کې د زیاتوالي د رامنځ ته کیدو څرگندوي کوي، چې د پلازمېني کیف لارو کوڅو ته د سوونو زرو خلکو د راوتلو سبب وگرځید. په کیف کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د یوې بیانیې په خپرولو سره غبرگون ښوولی دی او د تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه یې کړې ده.

د دغه بیانیې په ترڅ کې د اوکراین له حکومت څخه غوښتل شوي دي «چې په عاجله توگه دې له ټولو اړخونو سره خبري اتري پیل شي، څو سیاسي بن بست ته د حل لاره ولټول شي، د احتجاج کوونکو انديښنو ته جواب وویل شي او د تاوتریخوالي د پراخیدو مخه ونیول شي.»

د احتجاج کوونکو غوسه هغه مهال نوره هم ډيره شوه چي حکومت پريکړه وکړه چي د مظاهرو حق محدود شي. د دغه نوي قانون له مخې چارواکي د سرغړونې په صورت کې جریمه وضع کولای شي او په ځینو مواردو کې د مخالفینو له پاره آن له دوو کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پوري بند په پام کې نیول شوی دی. د مجازاتو وړ جرمونو کې د عامه ځایونو کلابند کول، عامه ودانیو ته په ډله ییز توگه ورننوتل، احتجاج کوونکو ته د مالي او لوژیسیتکي امکاناتو برابرول او په عامه ځایونو کې د ستیجونو او خیمو درول شامل دي. دغه نوی قانون د اوکراین پارلمان له خوا د پنجشنبې په ناوخته ماښام په آسانۍ سره ومنل شو.

په اوکراین کې احتجاجونه په نومبر میاشت کې هغه وخت پیل شول، چې ولسمشر ویکتور یانو کوویچ له اروپایي ټولنې سره د نزدیوالي د تړون د ځنډولو پریکړه وکړه. انتقاد کوونکي ډار لري چې دغه پریکړه د روسیې د بې ځایه نفوذ په ترڅ کې رامنځ ته شوې ده.