1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين حکومت مخالفان چوکۍ نه انتخابات غواړي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۶, یکشنبه

د اوکراين حکومت مخالفانو د جمهور رييس ويکتور يانوکوويچ هغه وړانديز رد کړ چي په حکومت کي به چوکۍ ورکړي. دوی وايي چي د جمهوري رياست نوي انتخابات دي ترسره سي.

https://p.dw.com/p/1AxJN
انځور: picture-alliance/dpa

د اوکراين د اپوزېسيون يوه مخکښ ويتالي کليتچکو د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۵) ماښام په کيف کي د اودار (ضربه) ګوند ته وويل چي مخالفان نه غواړي تر خپلو غوښتنو تيرسي او ټينګار کوي چي حتی په روان کال کي دي د جمهوري رياست ټاکني ترسره سي.

د کيف د خپلواکۍ په دګر «ميدان» کي د مظاهره کوونکو په خوشحاليو کي اولګ تياګنيبوک، ښی اړخه افراطي ګوند سوابوده (آزاي) ته اعلان وکړ چي «مبارزه ادامه لري.»

تر دغو څرګندونو څو ساعته د مخه د اوکراين جمهور رييس ويکتور يانوکوويچ، اپوزېسيون ته وړانديز وکړ چي د دولت مشري پرغاړه واخلي.

هغه وړانديز کړی وو چي د پخوانۍ لومړۍ وزيري يوليا تيموشنګو له ګوند «پلرنۍ وطن» څخه دي آرسيني ياڅينيوک د لومړي وزير دنده پرغاړه واخلي او ويتالي کليتچکو دي يې مرستيال وي.

«موږ نه تسليميږو»

د بوکس پخواني اتل ويتالي کليتچکو په کيف کي وويل، «موږ سوله ييز خلک چي له خپلو حقوقو څخه دفاع کوو نه تسليميږو» د هغه په خبره په اوکراين کي بايد په دغه روان کال کي انتخابات ترسره سي.

له اپوزېسيون سره يوه بې نتيجې غونډه
له اپوزېسيون سره يوه بې نتيجې غونډهانځور: picture-alliance/dpa

د اوکراين د بهرنيو چارو پخواني وزير ياڅينيوک، د کيف په خپلواکۍ ميدان کي مظاهره کوونکو ته وويل چي اپوزيسيون دې ته تيار دی چي د دولت مسووليت پرغاړه واخلي، خو په هغه صورت کي چي دغه هيواد نور په اروپايي ټولني پوري اړه ولري.

هغه زياته کړه چي دوی هيڅ ډار نه لري چي مسووليت پرغاړه واخلي.«خو موږ د واکمن حکومت په هيڅ خبره باور نه لرو.»

د اوکراين د حکومت د مخالفانو دوو تنو مخکښو مشرانو آرسيني ياڅينيوک او ويتالي کليتچکو اعلان کړی دی، تر هغه وخته پوري چي جمهور رييس ويکتور يانوکوويچ له واکه نه وي ليري سوی دوی به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي.