1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين د پخوانۍ لومړۍ وزيري لور د مرستې غوښتنه کړې ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14mmQ

د اوکراين د پخوانۍ لومړۍ وزيري يوليا تيموشېنکو لور د المان له حکومت څخه مرسته غوښتې ده تر څو د زنداني او سختي ناروغي مور سره يې کومک وکړي. د پخوانۍ لومړۍ وزيري لور يوگينيا تيموشېنکو، فرانکفرترالگيماين نومي ورځپاڼي ته ويلي دي چي که يې مور مړه سوه نو به په اوکراين کي ديموکراسي هم مړه سي. نوموړي زیاته کړې ده چي المان دي په اروپايي ټولني کي هڅه وکړي چي د اوکراين پر حکومتي چارواکو اروپا ته پر سفر بنديزونه ولگول سي. پر تيموشېنکو تور دئ چي د لومړۍ وزيري په توگه ئې له خپلي چوکۍ څخه ناوړه گټه پورته کړې ده او په اداري فساد کي ئې لاس درلود. خو تيمو شينکو خپله محاکمه يوه سياسي ډرامه او د غچ اخيستنې پلمه بولي.