1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين نوي جمهور رئيس لوړه وکړه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۷, شنبه

د اوکراين نوی ټاکل سوی جمهور رئيس پيترو پوروشينکو نن د ولسمشرۍ لوړه وکړه. هغه تر دې دمخه لا په لوړه نړيواله کچه په خپل هيواد کي د کړکېچ ختمولو له پاره سياسي خبري اتري پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1CEBv
انځور: Reuters

د پوروشينکو د لوړي په مراسيمو کي چي په کيف کي تر سره سول يو شمېر بهرنيو مېلمنو هم گډون کړی وو. د دغو مېلمنو په ډله کي د آلمان جمهور رئيس يو اخيم گاوک، د اروپا د شورا رئيس هرمان فن رومپي او د امريکا متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر جوبايدن هم گډون کړی وو. ويل سوي دي چي په مجموع کي۵۶ تنه خارجي مېلمنو په دغو مراسمو کي برخه اخيستې وه. مسکو په کيف کي د خپل سفير په کچه گډون پکښې لاره. پخپله ولاديمير پوتين ته رسمي بلنه نه ول ورکړل سوې.

پوروشينکو سهار د اوکراین پارلمان په لوړه شورا کي د لوړي مراسم ترسره کړل. په پای کي به هغه ته د «سوفیا» په ميدان کي پوځي پرېټ تير سي.

په لوگانسک او سلاويانسک کي د حکومت او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ جگړو ته په کتو سره تمه کيږي چي د اوکراين نوې رهبري به دغه تاوتريخوالي ته د پای ټکی کښېږدي.

دغه ۴۸ کلن ميلياردر د می مياشتي پر ۲۵ نېټه د جمهوري رياست د ټاکنو تر گټلو وروسته ويلي ول چي په هيواد کي به کړکېچ ختموي.

خو د اوکراين پوځ د معلوماتو له مخي روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د جمعې په ورځ سلاويانسک ته نژدې يوه پوځي ترانسپورتي الوتکه ويشتلې او را اچولې ده. د اوکراين پوځ يوه وياند انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه «انتونوف An-26) ډوله الوتکه د بېلتون غوښتونکو له خوا ويشتل سوې ده.

د دوهم نړیوال جنگ د ختم مراسم د اوکراين کړکېچ تر سيور لاندي

د فرانسې په نورمادي سيمه کي د «ډي- ډې» د ۷۰ کاليزي د لمانځلو پرمهال د نړۍ يو شمېر حکومتي او دولتي مشرانو له وخت څخه په استفادې سره د اوکراين کړکېچ په اړه هم يوه له بل سره ملاقاتونه او خبري اتري وکړې.

د دغو مراسمو په جريان کي په لومړي وار د اوکراين نوي ټاکل سوي جمهور رئيس پوروشینکو او پوتين سره وليدل. د فرانسې د دولتي چارواکو په خبره دغو دواړو مشرانو نزدې پنځلس دقيقې پر دې باندي خبري سره کړي دي چي څرنگه کولای سي چي د اوکراين په ختيځ کي تاوتريخوالی ختم کړي.

د پوتين او پوروشينکو تر ملاقات وروسته دواړو مشرانو ويلي دي چي «هر څونده ژر چي امکان ولري بايد د اوکراين په ختيځ کي کړکېچ ختم سي.» پوتين وروسته ويلي دي چي دغه ملاقات د سياسي خبرو اترو پيل کېدای سي. هغه زیاته کړې ده چي دی له پوروشينکو څخه د ښې ارادې تمه لري او دې ته تيار دی چي له اوکراين سره د گازو پر سر جنجال ته د حل لاره پيدا کړي. خو پوتين ويلي دي چي که اوکراين له دې سره سره بياهم غواړي چي اروپايي ټولني ته د نژدې کېدو تړون لاسليک کړي، روسيه پوهيږي چي خپل اقتصاد څه ډول وساتي.