1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين پارلمان د بنديانو پر آزادۍ بحث کوي

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۹, چهارشنبه

په اوکراین کې د لاریونونو ضد قانون بیرته لغو کولو ته د دغه هيواد د حکومت مخالفان یوه بریا ګڼي. خو د دغه قانون له مخي لا تر مخه د بندي شوو کسانو برخلیک نامعلوم دی. اپوزیسیون د دغو بندیانو د آزادیدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1Aynq
انځور: Reuters

د اوکراین پارلمان د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جنوري ۲۹) په دې اړه غونډه کوي چې له بندي شوو احتجاج کوونکو سره څه وکړي.

دوې اوونۍ ترمخه د اوکراین پارلمان یو قانون تصویب کړ، چې تر ډیره ځايه یې د اوکراینانو د احتجاجونو توانمندي، محدوده کړې وه او د هغو کسانو له پاره سخته سزا ټاکل شوې وه چې له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي.

د سه شنبې په ورځ پر دې سربیره چې دغه قانون لغو شي، د دغه هیواد لومړي وزیر نيکولای ازاروف او د هغه کابینې استعفا وکړه.

د دغه قانون د لغو کیدو پر ضد یوازي دوو تنو استازو رايه ورکړه، په داسې حال کې چې د دغه قانون د لغو کیدو په حق کې ۳۶۱ تنو استازو خپلي رایې ورکړې.

د اوکراین ولسمشر ویکتور یانوکوویچ، له دفتر څخه خپره شوې لومړۍ خبر پاڼه د دې څرگندوي کوي چې ښایي د بخښني خبره په پلازمېنه کیف کې د احتجاج کوونکو له خوا د عامه تأسیساتو د خالي کولو او د سړکونو پر مخ د خنډونو په لیري کولو پوري تړلې وي.

مخ پر وړاندي گامونه

د حکومت له خوا امتیازاتو ته د بوکس وهني پخواني نړيوال اتل ویتالي کلېتچکو، له خوا «د یوې بریا په توگه نه، بلکې د بریا پر لور د یوه گام په سترگه کتل کیږي.» ښایي دا د ترینگلتیا د راکمیدو سبب وگرځي چې په تیرو اونیو کې د ولسمشر یانوکوویچ، له خوا له اروپایي ټولنې سره د نزدیوالي له تړون څخه تر پر شا کیدو وروسته په دغه هیواد کې رامنځ ته شوې ده.

په تیرو ورځو کې دغه لاریونونه هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتل چې د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ آخ او ډب رامنځ ته شو. اپوزېسیون تر وخت مخکي ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د پوتین لرلید

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين د سه شبنې په ورځ خپله هغه ژمنه يووار بیا تکرار کړه چې د تيرکال په دسمبر مياشت کې يې د اوکراين سره د مرستو په برخه کې کړې وه.

د دغه تړون له مخې به روسیه اوکراین ته ۱۵ میلیارده ډالر پور ورکړي او دغه هیواد ته یې په کښته بیه د گاز ورکولو وړاندیز کړی دی. دغه تړون له هغه وروسته وشو چې یانو کوویچ، له اروپایي ټولني سره خبرو اترو ته شا ور وګرځول.

په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د مشرانو غونډي تر ختمیدو وروسته پوتین دا خبره هم وکړه چې اوکراین به له خپل سیاسي کړکېچ څخه په مستقله توگه خپله راووځي.