1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په ختیځ کي خونړۍ نښتي رامنځ ته سوي

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

په اوکراین کې نافذ نازک اوربند د دغه هیواد په ختیځ کې د نوو جگړو له کبله د ماتېدو له گواښ سره مخامخ دی. د جگړې ښکیل اړخونه یو پر بل د سرغړوني تورونه لگوي او د اوکراین ولسمشر د ستري جگړې له پیلیدو څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1FbkZ
انځور: REUTERS/Alexander Ermochenko

د اوکراین د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ په روانه میاشت کې د تاوتریخوالي لمن پراخیدو لږ تر لږه د ۲۴ تنو د ژوند په بیه تمام سوی دی. د رسنیو د رپوټونو له مخې د اوکراین په ختیځ کې د جگړو له کبله څلور ملکي کسان، ۱۴ بیلتون غوښتونکي او پنځه اوکرایني عسکر وژل سوي دي.

د ورکړل سوو رپوټونو له مخې جگړه د ماري ینکا، ښار ته څیرمه رامنځ ته سوې ده چې د کیف په وینا بیلتون غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ د دغه ښار د نیولو هڅه کړې ده. د فبروري په میاشتې کې د آلمان او فرانسې په منځگړتوب د رامنځ ته سوي یوه اوربند سره سره، د ټیټې کچې نښتې رامنځ ته شوي دي، خو په تازه نښتو کې د دواړو اړخونو له لوري د درنو وسلو څخه د استفادي رپوټونه هم ورکول کیږي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE څارونکو د پنجشنې په ورځ د یاغیانو له لوري کنترولیدونکي سیمي څخه د درنو وسلو د فیرونو رپوټ ورکړی دی. د اوکراین د پوځ ویاند د رویټرز خبري آژانس ته د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې په ماري ینکا، کې وضعیت اوس هم «ترینگلی، خو باثباته» دی.

تقريبا څلور مياشتي تر مخه د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د اوکراين د ياغيانو او کيف تر منځ پر اوربند توافق رامنځ ته سو. خو د هغه راهيسي په څو واري واري دواړو اړخونو يو پر بل د دغه اوربند څخه د سرغړاوي تورونه لګولي دي.
په کيف کي د اوکراين پوځ تور لګولی چي ياغيانو تقريبا خپل ۱۰۰۰ وسله والو ته د ماري ينکا په نوم سيمي د نيولو له پاره په د تعرض د ترسره کولو امر کړی دی. د اوکراين لوی درستيز په کيف کي زیاته کړې ده چي د اوکراين پوځ د ياغيانو د ياد بريد په پرشا تمبولو کي بريالي سوی دی.

د لوی درستيز په وينا ياغيانو د ماري ينکا په بريد کي درنه وسله استعمال کړې ده. دا په داسي حال کي چي د مينسک د اوربند د تړون له مخي بايد دواړو اړخونو د جګړې د لومړۍ کرښې څخه درنې وسلې پر شا کړي وای. خو د اوکراين د پوځ وياند اندرې لي سېنکو ويلي دي چي وضعه د دوی تر کنترول لاندي ده.

د ياغيانو وياند اېدوارد باسورين د کيف هغه تورونه رد کړي دي چي ګواکي ياغيانو پر ماري ينکا بريدونه پېل کړي. د ياغيانو يو بل غړي ولاديمير کونونوف تور لګولی دی چي د جگړې پر کرښه د اوکرايني ځواکونو د بريدونو له کبله ۱۵ انسانان وژل سوي او ۶۰ نور ژوبل سوي دي.

ياغيان وايي چي په دونيڅک ښار کي د يو توغندي د لګېدو له کبله د يو معدني کان کارګر بند ایسار سوي دي. د انترفاکس خبري آژانس په وينا باروسين ويلي دي چي په ټوليزه توګه ۹۰۰ کارګر د معدن په کان کي بند پاته دي.

په عيني حال کي په دونيڅک کي د اړتيا وړ توکو لیږد هم اخلال سوی دی. د لوهانسک وادا په نوم د لوهانسک د ښاروالۍ ادارې ويلي دي چي اوکراين پر دغه سيمه اوبه بندي کړي دي چي له کبله يې په ښار کي د اوبو کمې رامنځ ته سوی دی. ياغيانو او اوکرايني ځواکونه يو پر بل د دونباس د سيمي په اقتصادي توګه د کلابندۍ تورونه هم لګوي.

د اوکراين لومړي وزير آرسېني ياڅېنيوک د اوکراين په ختيځ کي د وضعیت د خرابېدو پړه پر روسيې ور اچولې ده. نوموړي تور لګولی دی چي ماسکو ياغيان ته د ناکراريو د رامنځ ته کولو او بريدونو امر کړی دی، او په وینا یې دا کار يې د آلمان په بايرن ايالت کي د جي ۷ غونډي سره په تړاو کړی دی.

په آلمان کي په اقتصادي توګه د لوېديځي نړۍ د ۷ پرمختللو اقتصادي قوتونو سرمشريزه G-7 جوړيږي چي پکښي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته د ونډه اخيستلو بلنه نه دی ورکړل سوی. د اوکراین لومړي وزير ويلي دي: «زه انتظار لرم چي نړیواله ټولنه او جي ۷ سرمشريزه به د روسيې تېري ته صحيح او مناسب ځواب ورکړي.»