1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکرايين د کړکېچ په اړه د واشنگټن او کيف نوی وړانديز

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۳, جمعه

کيف او واشنگټن د کريميا کړکېچ د حل له پاره په اصطلاح خپلي ورستۍ هڅي کوي. امریکا او اوکرايین ویلي دي چې کیف د کریمیا شخړي د حل له پاره د هر هغه وړاندیز منلو ته تیار دی چې د روسيې گټې پکښې خوندي وي.

https://p.dw.com/p/1BPdn
انځور: Kevin Lamarque/AFP/Getty Images

د سپیني ماڼۍ وياند جي کارني، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ۱۳) د اوکرايین د شخړي د حل په تړاو روسيې ته د یوه تازه وړاندي تفصیلات وړاندي کړل.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له خوا خپل روسي سیال سرگي لاوروف ته د وړاندي کړل شوي وړاندیز پر اساس په اوکراین کې د روسيې گټو ته قانوني شکل ورکړل شوی دی.

سربیره پر دې په دغه وړاندیز کې له روسيې سره د کیف حکومت له خوا د لاسلیک شوي تړون « چې پر بنسټ يې په کریمیا کې د روسیې د بحري اډو موجودیت» ترڅنگ د روسيې او اوکرايین ژور تاریخي اړيکي هم منل شوي دي.

د سپيني ماڼۍ ویاند د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کي ویلي دي چې د دغه تازه وړاندیز پر بنسټ د اوکرايین د ولس احترام او د روسيې د گټو د خوندي ساتلو له پاره امریکا او د هغه متحدین په اوکرايین کې د یوه څارونکي ماموریت ترسره کولو له پاره تیار دي.

په سپينه ماڼۍ کي اوباما د اوکرايين د لومړي وزير اسني ياڅينيوک سره د ليدني پرمهال
په سپينه ماڼۍ کي اوباما د اوکرايين د لومړي وزير اسني ياڅينيوک سره د ليدني پرمهالانځور: picture alliance / AP Photo

جي کارني وویل چې په وړاندیز کې یادونه شوې ده چې د اوکرايین ډیری اوسیدونکي روسي نژاده دي. کارني زیاته کړه چې دغه تازه وړاندیز د مسکو چارواکو ته د اوکرايین د کړکېچ کمولو یو چانس ورکوي او دوی باید له دغه موقع څخه گټه پورته کړي.

د امریکا متحده الاتو ولسمشر بارک اوباما او د اوکرايین موقت لومړي وزیر ارسني ياڅينيوک د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کې پر همدې وړاندیز خبري سره کړي وې. تر دې مخکي د دغه وړاندیز په هکله هیڅ ډول تفصیلات نه ول وړکړل شوي.

ارسني یاڅينیوک امریکا ته د خپل سفر پر مهال په کریمیا نيمه ټاپو کې ټولپوښتنه هم غیر قانوني بللې وه. یاڅينیوک خبرداری ورکړی دی چې د نوو قوانینو په تائید سره دا ډول ټولپوښتني قانوني بڼه نه لري.

د اوکراین موقت لومړي وزیر زیاته کړه چې د هغه حکومت د کریمیا نيمه ټاپو د حقونو، د هغه ځای د مالیاتو سیستم او ژبې په اړه مسایلو په هکله د هیواد په کچه «له ټول ولس سره» خبرو اترو ته تیار دی.

ټاکل شوې ده چي په کريميا نيمه ټاپو کې به د راتلونکي یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې۱۶) له روسيې سره د يو ځای کېدو په اړه يوه ټولپوښتنه ترسره شي. امریکا متحده ایالاتو او اورپايي هیوادونو دغه ټولپوښتنه غیر قانوني بللې ده او ویلي يې دي چې دا به ډیري منفي پایلي ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د پنجشنبې په ورځ یو وار بیا د روسيي د بهرنیو چارو له وزیر سرگي لاوروف سره تلیفوني خبرې وکړې. کیري خبرداری ورکړ چې که روسیه خپل تشدد پای ته ونه رسوې نو ډیر خراب عواقب به ولري. ټاکل شوې ده چې دغه دواړه لوړپوړي چارواکي به نن د جمعې په ورځ د بریتانيي په پلازمېنه لندن کې سره وویني.