1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکرایین پارلمان مؤقتي کابینه تائید کړه

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۸, پنجشنبه

په اوکرایین کې د راپرځول شوي رژیم له نسکوریدو وروسته له احتجاج څخه راولاړ شوي مشران بالاخره د یوه انتقالي حکومت پر سر موافقې ته ورسیدل. په عین وخت کې د کریمیا په ټاپو وزمه کې وضعیت وار په وار خړ پړ کیږي.

https://p.dw.com/p/1BGFH
انځور: Reuters

وروسته له ډیر انتظار څخه د اوکرایین پارلمان د انتقالي دورې له پاره د یوه لومړي وزیر پر سر موافقې ته ورسید. دغه مقام د پارلمان یوه پخواني مشر ارسیني یاڅینیوک، ته وسپارل شو. دا چې هغه په دغه انتقالي دوره کې له سترو چلنجونو سره مخامخ دی، ښه پوه دی. په همدې وجه د پارلمان له پریکړې څخه مخکې هغه د کیف د آزادۍ په میدان نومې ټاټوبي کې احتجاج کوونکو ته وویل: «دا حکومت د سیاسي انتحار حکومت دی. ځکه موږ مجبور یو چې په ځینو سختو اقدماتو لاس پورې کړو.»

اوکرایین له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او گریوان دی. عام خلک د روان وضعیت د بدلون غوښتنه کوي. روسیه لا تراوسه د پخواني راپرځول شوي ولسمشر ویکتور یانو کوویچ، څخه د یوه قانوني ولسمشر په نوم یادونه کوي. ماسکو د کیف نوي مشري په رسمیت نه پیژني. له بلې خوا د اوکرایین په ټاپو وزمه کریمیا، کې چی اکثریت اوسیدونکي یې روسان دي، وضعیت وار په وار خرابیږي. څه نا څه ۳۰ تنو وسلوالو کسانو د دغې سیمې پلازمینه سیمفرو پول، کې سیمه ییز پارلمان او ځیني حکومتي ودانۍ اشغال کړي دي. هغوی خپل ځان په کریمیا کې د روسي ژبو خلکو مدافعین بلللي دي. هغوی تر اوسه پورې کومه غوښتنه نه ده وړاندې کړې.

په کیف کې د کورنیو چارو مؤقت وزیر وسلوال ځواکونه د تیارسئ په حال کې راوستي دي. ویل شوي دي چې د سیمفرپول، حکومتي مقر محاصره شوی دی. له سیواستوپول څخه رپوټونه وایي چې روسي ټانکونو په ښار کې موضوع نیولې ده. د دغه ښار بندر د روسیی د تورې بحیرې يوه پوځي اډه ده.

د میدان په ډگر کې په لسگونو زرو خلکو د نوي مؤقتي کابینې نومول، تعقیبول
د میدان په ډگر کې په لسگونو زرو خلکو د نوي مؤقتي کابینې نومول، تعقیبولانځور: Reuters

د اوکرایین مؤقت ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې اوکرایین به له نوموړې اډې څخه بهر، د روسي ځواکونو هر ډول تحرکات تیری وگڼي. د اوکرایین د ولسمشرۍ کاندید ویتالي کلېتچکو، د کریمیا په خلکو غږ کړی دی چې خپل یووالی وساتي او لمسونو ته اجازه ور نه کړی: «د کریمیا او د سواستوپول خلکو! اجازه ور نه کړئ چې ستاسو څخه سیاسي گټه پورته کړای شي او اجازه ور نه کړئ چې د خلکو وینې تویي شي او زموږ هیواد ټوټې کړای شي.» هغه وویل چې د کریمیا خلک باید په کیف کې له نوې مشرۍ څخه اندیښنه ونه لري.

په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم د اوکرایین حالاتو ته په اندیسینې سره کتنه شوې ده. ناټو وویل چې دغه سازمان به د اوکرایین د خاورې له بشپړتیا څخه ملاتړ وکړي.

تر دې دمخه د اپوزیسیون یو مشر آرسیني یاڅینیوک، چې د پخواني ولسمشر ویکتور یانو کوویچ پر وړاندې یې په احتجاجونو کې مخکښ نقش درلود باید د نوي مؤقتي حکومت مشري پر غاړه ولري. په پلازمینه کیف کې د آزادۍ په څلور لارې کې په اصطلاح د احتجاج کوونکو د «میدان شورا» دغه وړاندیز کړی دی.

خود لومړي وزیر په توگه د یاڅینیوک نومول د «میدان» د احتجاج کوونکو له خوا د اشپیلاقونو سره بدرگه وو، ځکه چې دغه ۳۹ کلن د پارلمان پخوانی مشر د اوکرایین له پاره د یوه رښتیتی نوي پیل سیاستوال نه گڼل کیږي. دغه اروپا پلوی حقوق پوه او اقتصاد پوه د خپل ټیټ عمر سره سره لا تر مخه د اقتصاد او بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی دی. د «پلرني ټاټوبي» په نوم د پخوانۍ لومړۍ وزیري یولیا تیمو شینکو د گوند دغه مشر، پر دې سربیره د سوداگرۍ په نړیوال سازمان یا WTO کې د دندې د تر سره کولو له تجربې څخه هم برخمن دی. اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د حکومت نوی مشر له یوې ډیرې ستونزمنې چلنج سره مخامخ دی.

Ukraine Demonstration auf dem Krim Simferopol Parlament
انځور: Reuters

د اپوزیسیون فعال دیمتري بولاتوف، د میدان د شورا له لوري د سپورت او ځوانانو د چارو د وزیر په توگه نومول شوی دی. د احتجاجونو په ترڅ کې په احتمالي توگه د ده د برمته کیدو رپوټونه ورکړل شوي وو، چې سخت ربړول شوی هم وو. ژورنالسته، تیتیانا شورونوول، ته د فساد ضد د نوې کمیټې مشري ورسپارل شوې ده. هغې د پخواني ولسمشر ویکتور یانو کوویچ د شتمنیو د په ډاگه کولو وروسته سخته ټپي کړای شوې وه او پر وړاندې یې له سخت چلند څخه کار اخیستل شوی وو. د میدان د ډگر د احتجاج کوونکو قوماندان اندرې پاروبي، د امنیت د شورا د مشر په توگه نومول شوی دی. د میدان شورا پر دې سربیره په فنلند هیواد کې د اوکراین د پخواني سفیر، د بهرنیو چارو د وزیر او د اقتصاد د پخواني وزیر الکېسندر شلاپاک، د مالیې د وزیر په توگه پیشنهاد کړي دي.

دغه انتقالي حکومت باید د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د پارلمان له لوري تائید شي. د دغه نوي انتقالي حکومت دنده به دا وي چی د نوو ټاکنو د تر سره کیدو پورې چارې پر مخ بوځي. په پام کې ده چې نوې ټاکنې به د می د میاشتې پر ۲۵مه نیټه تر سره شي.

کلېتچکو پوتین ته خبرداری ورکړ

د اپوزیسیون بل مشر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کاندید ویتالي کلېتچکو، له روسیې څخه غوښتنه کړې ده چې پخواني ولسمشر یانو کوویچ ته په خپل هیواد کې د تبیعد اجازه ور نه کړي. یانو کوویچ په اوسني وخت کې لادرکه دی.

کلېتچکو د «بېلد» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې یانو کوویچ باید په اوکراین کې د خپلو کړنو له پاره محکمې ته ځواب ورکړي. کلېتچکو اټکل کوي چې یانو کوویچ به د اوکراین په سویلي ټاپو وزمه کریم کې وي. د هغه د وینا له مخې داسې نښې نښانې موندل شوي دي چې یانو کوویچ دې په دغه ځای کې د روسیې په یوه پوځي اډه کې ځان پټ کړی وي.